د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۹۷۵ قضیې ثبت او څېړل شوې دي

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۶ - ۹:۵۴
ago

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ په ۱۳۹۸ مالي کال کې د هېواد په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوه زره او ۹۷۵ او د ماشومانو د سرغړونو دوه زره او ۳۱۷ قضیې ثبت کړې او څېړلې دي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونو د مخنیوي مرستیالۍ د راپور پر بنسټ، د یاد شمېر قضیو پر تړاو یو زر او ۶۳ کسان محکوم شوي دي. د جزایي اجرااتو قانون د ۱۷۱ او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د ۳۹ مادې له مخې، ۸۱۴ قضیې حفظ شوې، ۲۱۶ قضیې د موضوعي واک نه لرلو له امله اړونده څارنوالیو یا هم د حقوقو ریاست ته استول شوې. په ورته مهال کې ۱۷ نورې قضیې هم د مناسبو دلیلونو د نشتون له امله حفظ شوې او ۷۳۳ نورې د همدې مرستیالۍ تر کار لاندې دي.

راپور ښيي، د یاد شمېر قضیو تر ټولو لوړه کچه (یو زر او ۳۷۸ قضیې) یوازې د ښځو د وهلو ډبولو دي، چې ۶۰۰ یې کابل کې شوې دي.

کابل، هرات، بلخ، ننګرهار او بامیان هغه ولایتونه دې چې سږ کال پکې په ترتیب سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي جرمونو ګراف تر ټولو جګ و.

دا په داسې حال کې ده، چې په ورستیو څو کلونو کې د ښځینه څارنوالانو ونډه په لویه څارنوالۍ کې زیاته شوې او اوسمهال په مرکز کې ۱۳ ریاستونه او په ۳۲ ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي امریتونه د ښځینه څارنوالانو له خوا اداره کېږي. د لویې څارنوالۍ د مسؤولانو په باور، دا مسله عدالت ته د دوی د لاسرسي سبب شوې او د خلکو په تېره د ښځو باور پر عدلي بنسټونه لازیات شوی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS