د کابل استیناف محکمې د مهسا وژونکي په ۳۰ -۳۰ کاله بند محکوم کړل

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۱ - ۹:۱۸
logo

د مهسا وژونکي؛ هر یو سجاد آغا د سید آقا زوی او روح الله د نور آقا زوی، د کابل استیناف محکمې له خوا، د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۳۰مه، محاکمه کړل.

په دغه قضايي ناسته کې د کابل ښار د استیناف محکمې، د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې د جرمونو د دیوان ریاست قضایي پلاوي، سجاد اغا او روح الله د جزا کوډ د ۲۱۸ او ۲۱۹ مادې په رعایتونې د یاد کوډ د ۱۱۴، ۵۴۸ او ۵۹۸ مادې له مخې په ۳۰-۳۰ کاله تنفیذي بند، چې د توقیف له لومړۍ ورځې پیلېږي، محکوم کړل.

د کابل استیناف محکمې د لومړۍ ابتدايي محکمې پرېکړه، چې د چنګاښ پر ۵مه، شوې وه تائید او زیاته یې کړه، چې نوموړي هر یو سجاد اغا او روح الله د تذکرې له مخې، له ۲۰ کلونو څخه کم ګڼل شوي او څوک چې دغه عمر پوره نه کړي د اعدام حکم نه شو ورباندي کولای.

د یادې قضایي ناستې پلاوي، د قضیې د زیانمنو حق العبدي دعوه په قانوني ډول خوندي وبلله  او زیاته یې کړه، چې دا وروستۍ پرېکړه نه ده؛ بلکې تر ټاکلي مودې په یاده قضیه کې دواړه خواوې د نېوکې او غوښتنې حق لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS