د کابل د عسکري څارنوالۍ، د کابل د سویلي زون استیناف څارنوالۍ او اړونده حوزو تر منځ د همغږۍ غونډه

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۶/۹/۸ - ۱۶:۵۱
49

د کابل د عسکري څارنوالۍ او د کابل د سویلي زون د استیناف څارنوالۍ او اړونده حوزو تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

نوموړې غونډه د عسکري څارنوالۍ لخوا د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په اوومه جوړه شوه. په نوموړې غونډه کې د عسکري څارنوالۍ، د سویلي زون څارنوالۍ رییسانو او د اړونده حوزو کارکوونکو ګډون کړی و.

د عسکري څارنوالۍ رییس ډګروال محمد نواب احمدزي په دغه غونډه کې د کابل د سویلي زون څارنوالۍ او د اړوندو څارنوالیو تر منځ د لا همغږۍ او د ځینو خلکو لخوا د وسلو د ناقانونه کارولو پر ستونزو خبرې وکړې.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه، د ځینو کسانو لخوا له اجازې پرته د ناقانونه وسلو کارول او د تورو ښيښو موټرونو څخه استفاده د کابل ولایت لپاره ستونزې ولاړې کړې دي.

په ورته مهال کې نوموړي زیاته کړه، په غیر قانوني او غیر معیاري ډول د لوړو ودانیو جوړول د کابل ښار اوسېدونکي له ستونزو سره مخامخ کړي.

د ښاغلي احمدزي په وینا، د ډېری ناقانونه ودانیو د جوړولو مخه نیول شوې ده؛ خو له دې سره سره ځینې زورواکي لا هم ودانیز کارونه پرمخ وړي او د دې تر څنګ د اضافي دروازو له لارې نقلیه وسیلې له تلاشۍ پرته کابل ښار ته رادننه کېږي. ښاغلي احمدزي وویل: «د دغو ستونزو مخه نیول د پولیسو کار دی او لویه څارنوالي له پولیسو سره اوږه په اوږه ولاړه ده.»

نوموړي همداشان زیاته کړه، چې په دې برخه کې عملي پلانونه تر لاس لاندې نیول شوي او لویه څارنوالي له کابل ګارنېزیون سره یو ځای د ورته ستونزو مخه نیسي.

د کابل د عسکري څارنوالۍ رییس د پولیسو له لوري د شپنۍ ګزمو په اړه هم معلومات ورکړل او زیاته يې کړه، چې پولیس د شپې له خوا په اړونده سیمو کې د امنیت د ټیګښت په موخه ګزمې کوي.

له بلې خوا د کابل د سویلي زون د استیناف څارنوالۍ رییس نجیب الله عزیزي وویل: «ترهغو چې د دولت د مختلفو برخو مسوولان خپلې ستونزې او تېروتنې ونه مني او د حل لپاره یې ګام وانخلي، بریالي کېدای نه شي.»

نوموړي پولیسو او څارنوالانو ته په اشارې سره وویل، تاسو باید په خپلو اجرااتو کې زورواکو ته اجازه ورنه کړئ، چې د قانون خلاف کار وکړي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه: «هېڅکله باید د زورواکو ناقانونه غوښتنو ته تسلیم نه شو؛ خو له داسې موضوعاتو سره د مخ کېدلو په صورت کې باید لوړپوړي چارواکي خبر کړای شي.» نوموړي همدارنګه وویل، پولیس باید د خپلو کارونو د ترسره کولو په وخت کې له تورنو کسانو سره زورزیاتی ونه کړي.

د ښاغلي عزیزي په باور، له تورن څخه په زور اقرار اخیستل، له قانون سره په ټکر کې دي او محکمې ته د منلو وړ نه دي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ټینګار وکړ، چې پولیس او څارنوال باید د تحقیق، څېړنې، د جرمونو په کشف، د عدالت په پلي کولو او قانون په حاکمیت کې له یو بل سره همکار واوسي.

بلخوا د سویلي حوزې څارنوالۍ د تحقیقاتو آمر راشد هوتک له څارنوالانو سره د کشفي او امنیتي مسولانو په همکاری او همغږۍ ټینګار وکړ.

له دې سره سم د کابل د جنايي تحقیقاتو ریاست د څېړنیز ټیم عمومي مدیر مل پاسوال عبدالرقیب حميدي د موجوده ستونزو په اړه وویل، چې د ستونزو د حل او له څارنوالۍ سره د اړیکو ساتلو په برخه کې به هڅه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS