د کابل د هوايي ځواک ۸ منسوبین له وظیفي واک څخه د ناوړه ګټه اخیستنې او تزویر په تور محاکمه شول

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۱۴:۱۵
ago

د کابل د هوايي ځواک ۸ منسوبین له وظیفي واک څخه د ناوړه ګټه اخیستنې او تزویر په تور محاکمه شول

د کابل د هوايي ځواک پخوانی قوماندان بریدجنرال سید سلیمان شاه، د هوايي ځواک د ارکانو پخوانی رئیس برید جنرال امیرجان عزیزي، د هوايي ځواک مرستیال محمد اسحق، د هوايي ځواک د دندو د ملاتړ کنډک پخوانی قوماندان ډګروال زلمی امیري، د سکوادران د خدمتونو د تخنیک قوماندان ډګروال سخي احمد، د هوايي ځواک د نقلیه ټولي قوماندانۍ مرستیال ډګرمن دادمحمد، د هوايي ځواکونو د دفتر آمر ډګرمن ذوت الله او د قوماندانۍ د دندو د ملاتړ کنډک د کوجیستیک آمر ډګرمن محمدلطیف د دې قضيې تورن کسان دي.

دا کسان د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له خوا د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ پر ۲۵ محاکمه شول.

د دغو کسانو نسبتي دوسیه د تزویري جرایمو، د ۳۲ صرفیه فورمې استعمال او او د سفر ۲۷ فورمه چې له دې امله د دفاع وزارت د هوايي ځواک د خدمتي وسایطو د ۲۲۳۶ لیتره تېلو د مصرف لپاره وې، استفاده او تېل حیف و میل شوې دي.

د دې قضيې موظف څارنوال په یاده شوې قضايي ناسته کې وویل، چې دغو کسانو د تزویري اسنادو له مخې د ۲۲۳۶ لیتره تېل چې ټولټال ۹۶ زره او ۳۶۴ سوه افغاني کېدلې، اختلاس کړی دی.

د قضيې موظف څارنوال د یادو کسانو د تحقیق او صورت دعوا تر ترتیب وروسته د بتداییه محکمې له قضايي پلاوي څخه نوموړو ته د جزا کوډ د ۴۰۳، ۵۸ او ۵۷ مادو او د جزا قانون د ۴۳۸ مادې له مخې د مجازاتو غوښتنه وکړه.

د عدلي او قضايي مرکز د اداري فساد لویو جرمونو ته د رسیدګۍ ابتداییه محکمې قضايي پلاوي په خپله علني ناسته کې د تورنو او د مدافع وکیلانو د دفاعیې له اورېدو وروسته بریدجنرال سید سلیمان شاه په ۱۳ کاله، بریدجنرال امیرجان عزیزي په دوو کالو او دوو میاشتو، ډګروال زلمی امیري په ۱۳ کالو، ډګروال محمد اسحق په درېیو کالو او درېیو میاشتو، ډګروال سخي په ۱۶ کالو او ډګرمن دادمحمد په ۱۷ کالو او څلور میاشتو تنفیذي حبس او د ۹۶ زره ۳۶۴ افغاینو په سپارنې محکوم کړل.

په دې قضيه کې ډګرمن ذوت الله او محمد لطیف د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله د جزايي اجرااتو قانون د ۲۳۵ مادې او د ۲۰۹ مادې دویمې فقرې له مخې بری الذمه وګڼل شول.

د دې محکمې قضايي پلاوي د پيلوټ محمد احسان، محمد ظاهر او عبدالخالق د عدلي تعقیب حکم هم صادر کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS