د کابل څرخي پله زندان څخه ۸۰ بندیان آزاد شول

دا بندیان د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، د هېواد د جمهوري ریاست د څلورمې ګڼې فرمان له مخې، چې د افغانستان د خلکو د پاک جهاد د بریا د ۲۷ کلیزې په مناسبت صادر شوی و، له بند څخه آزاد کړل.
په دغه پروګرام کې چې د ۱۳۹۸ کال د غویي پر اتمه جوړ شوی و، د حبس پر بدیل او د احکامو پر تنفیذ د نظارت څارنوالۍ او د جمهوري ریاست د فرمانونو د تطبیق کمېټې رئیس محمد اسد ساپي، د یاد زندان مرستیالانو او د هېواد د جمهوري ریاست د فرمانونو د تطبیق کمېسیون ځینو غړو ګډون کړی و.
د دغه فرمان پر بنسټ، د دوو ښځو په شمول ۸۰ بندیان چی په مرکزي، ښځینه او د نشه یي توکو په بندخونو کې بندیان و، وبخښل شول او د څرخي پله له عمومي بندخونې څخه آزاد شول. په همدې ډول د ۴۰ نورو بندیانو د بند موده هم کمه شوه.
د حبس پر بدیل او د احکامو پر تنفیذ د نظارت څارنوالۍ او د جمهوري ریاست د فرمانونو د تطبیق کمېټې رئیس محمد اسد ساپي، یاد فرمان د بندیانو لپاره یو ځانګړی امتیاز وباله او ویې ویل، چې لویه څارنوالي تل د هېوادوالو د آزادۍ او انساني کرامت ملاتړ او درناوی کوي. د ښاغلي ساپي په خبره، څوک چې په تکراري ډول جرم کوي، په راتلوونکو کې به د ورته فرمانونو او امتیازانو بې برخې وي. نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره وویل، له صادېرېدو سره سم د یاد فرمان تطبیق ښیي، چې د لویې څارنوالۍ رهبري هوډمنه او د هېوادوالو انساني کرامت ته درناوی لري.
ښاغلي ساپي بندیانو ته په اشارې سره وویل: «آزادي یو لوی الهي نعمت دی، هیله من یم چې په بندخونه کې د تېر شوي وخت ارزښت مو درک کړی وي او له دې وروسته خپلې آزادۍ ته لا پاملرنه وکړئ».
دا په داسې حال کې ده، چې دغه فرمان له صادېرېدو سره سم په ډېرو ولایتونو کې هم تطبیق شو. د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي له یو کال راپدې خوا، د قانون د تطبیق او د بندیانو د حقونو د رعایتونې په موخه، د بخښنې او بند مودې کمونې فرمانونونه له صادېرېدو سره سم تطبیقوي.