د کابل څرخي پله له زندانه ۱۸۸ بندیان ازاد شول

یاد شمېر زندانیان، چې ۶۱ یې د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو اړوند و، د جمهوري ریاست د هغه فرمان له مخې چې د لوی اختر او د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخېستو د سلمې کلیزې په مناسبت صادر شوی و، د ۱۳۹۸ کال د زمري پر ۲۷ ازاد شول.
دا بندیان د حبس د بدیل او د احکامو پر تنفیذ د نظارت څارنوالۍ او د جمهوري ریاست د فرمانونو د تطبیق د عمومي رئیس محمد اسعد ساپي، د فرمانونو د تطبیق د ځيني مسؤولانو، د څرخي پله زندان د رئیس پاسوال غلام سنایي ستانکزي په حضور له بنده ازاد شول.
ښاغلي ساپي د دغو بندیانو د ازادېدو په پروګرام کې وویل، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ د وړاندیز پر بنسټ، جمهوري ریاست د دفاعي او امنیتي ځواکونو د بندیانو د ازادۍ په موخه ځانګړی فرمان صادر کړ. نوموړي د هېواد ازادي او خپلواکي د هېواد د ملي او امنیتي ځواکونو د سرښندنو او قربانیو پایله وګڼله. ښاغلي ساپي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه: «د هېواد لویه څارنوالي د دفاعي او امنیتي ځواکونو له کړنو او لاسته راوړنو چې تل د هېوادوالو د امن او سوکالۍ لپاره سرښندنه کوي؛ ستاینه وکړه.» د ښاغلي ساپي په خبره، د یاد فرمان د تطبیق لومړۍ پړاو په هغه بندیانو تطبیق شو، چې د بند مودې یې تر پنځو کالو پورې وې او پاتې پړاوونه به یې په نږدې راتلوونکو کې په جدیت او پوره ځيرکۍ سره په ټول هېواد کې پلي شي.
د حبس د بدیل او د احکامو پر تنفیذ د نظارت څارنوالۍ عمومي رئیس زیاته کړه، چې ازادي لوی الهي نعمت دی او لویه څارنوالي سربېره پر دې چې له جرمي پېښو سره مبارزه کوي، د هېوادوالو ازادۍ ته درناوی هم خپل مسؤولیت ګڼي. نوموړي له ازادو شویو بندیانو څخه وغوښتل، چې په پوره حوصلې خپل ژوند ته دوام ورکړي او له بیا تېروتنو څخه ډډه وکړي.
د ښاغلي ساپي په باور، هغه کسان چې تېروتنې کوي، د قانون له مخې جزا ورکول کېږي او لویه څارنوالي هم د عدالت د ټینګښت په موخه له جرمي پېښو سره مبارزه کوي او له مجرمینو سره کومه دښمني نه لري.
په ورته مهال کې، د جمهوري ریاست د فرمانونو د تطبیق مسؤولانو وویل، چې یاد بندیان په بېلابېلو جرمونو لکه: له واکه څخه پر ناوړه ګټې اخېستنې، اداري فساد، غلا او ترافیکي جرمونو محکوم و.
له بلې خوا دغو بندیانو د څرخي پله زندان د مسؤولانو له چلند څخه خوښي څرګنده کړه او په خبره یې، چې له دوی سره هېڅ ډول ناقانونه چلند نه دی شوی.
د یادونې وړ ده، چې دا بندیان د یادو فرمانونو د تطبیق د لومړي پړاو له مخې ازاد شول او په نږدې راتلوونکو کې به یې نور پړاوونه د هېواد په کچه پلي شي.