د کاپیسا استیناف څارنوالۍ وداني ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۳۰ - ۱۳:۱۰
کاپیسا

دا وداني چې په دوو پوړونو کې پر ۲۰ کاري دفترونو او ۱۳ تشنابونو سربېره، د غونډو یو تالار، خوړنځی، شنه ساحه او ښه راغلاست دفتر لري، د دغې ادارې له پراختیایي بودیجې څخه په ۳۲ میلیونه او ۴۷۰ زره افغانیو په معیاري او بنسټیزه توګه جوړه او د ۱۳۹۸ کال د تلې پر ۲۹ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.

د دغې ودانۍ د ګټې اخېستنې په پروګرام کې، د لوی څارنوال د تحقیق چارو مرستیال نورحبیب جلال، د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون، د کاپیسا والي عبدالطیف مراد، د لویې څارنوالۍ د خدماتو رئیس، د کاپېسا استیناف څارنوالۍ رئیس او د بېلابېلو برخو کارکوونکو، سیمه ییزو مسؤولانو، د ملي شورا، ولایتي شورا او مدني ټولنو غړو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

کاپیسا

د تحقیق چارو کې د لوی څارنوال مرستیال نورحبیب جلال په دغه پروګرام کې د ادارو تر منځ پر همغږۍ ټينګار وکړ او هغه یې د عدالت د تطبیق په برخه کې مهمه وبلله. ښاغلي جلال د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه: «له عدلي او قضایي بنسټونو سره د کاپیساوالو همکاري او ملاتړ او د یاد ولایت د سیمه ییزو ادارو تر منځ همغږي، د قانون د تطبیق او د عدالت ټینګښت په برخه کې زموږ د بریالیتوب عامل ګڼل کېږي.»

د تحقیق چارو مرستیال په خپلو خبرو کې د عدالت ټینګولو لپاره د قانون د تطبیق په برخه کې د امنیتي او کشفي بنسټونو د څارنوالانو مېړانه وستایله او د سرغړونو او فساد د مخنیوي په برخو کې یې د دوی کړنې مهمې وبللې.

نوموړي د خلکو د خدمت کولو او دوی ته د سوکالۍ او آسودګۍ د راوړنې  په برخه کې د یاد ولایت له وکیلانو او سیمه ییزو مقاماتو هم مننه وکړه او ویې ویل: «د کاپیسا خلک تل ستاسو د خدمت کولو منندوی دی او هغه به هېڅکله هېر نه کړي.»

د ښاغلي جلال په خبره، لویه څارنوالۍ تل د خلکو په چوپړ کې ده او هغه کسان چې له قانون سرغړونه کوي، د خلکو د حقونو د تحقق او خوندیتوب لپاره به یاده اداره د کشفي او امنیتي بنسټونو په همکارۍ پرې قانون تطبیق کړي او په خبره یې، لویه څارنوالي د خلکو پر وړاندې ځواب وېیوونکې ده او تل یې د خپلو کړنو او لاسته راوړنو راپورونه له خلکو سره شریک کړي دي.کاپیسا

نوموړي زیاته کړه: «مدني ټولنې او خلک د ادارو د کړنو او لاسته راوړنو هېندارې بلل کېږي او دا اداره هم د خلکو سالم او پرځای نیوکې او وړاندیزونه اوري او هغه مني.» ده همداراز د څارنوالانو په خوندیتوب ټینګار وکړ او له امنیتي بنسټونو یې وغوښتل، چې د دوی ژوند او د کاري چاپېریال امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د تحقیق چارو کې د لوی څارنوال مرستیال د یاد ولایت د استیناف څارنوالۍ د ودانۍ پرانسته یو نیک ګام وباله او په خبره یې دا وداني به په خوندي توګه د چارو د پرمخ بېولو په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.

په ورته مهال کې د لوی څارنوال د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون په دغه پروګرام کې وویل، چې لویه څارنوالي د قانون حاکمیت او د عدالت د ټینګښت په برخو کې د هېواد د عدلي نظام مهمه برخه ګڼل کېږي. د ښاغلي ارغون په خبره، دا اداره د دولت په اجرائیوي دستګاوو کې د زړه حیثیت لري، چې روغتیا یې د ټول اجرائیوي سیسټم د ګټورتوب او نیمګړتیا یې د ناګټورتوب لامل کېږي.

ښاغلي ارغون د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې د لويې څارنوالۍ د جدي هڅو په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «لویې څارنوالۍ ته دا ناوړه پدیده د منلو وړ نه ده او پر وړاندې یې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري.»

د لوی څارنوال د مالي او اداري چارو مرستیال د خپلو خبرو په دوام سره له مراجعینو سره د غوره چلند په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې د لویې څارنوالۍ رهبرۍ تل ټینګار کوي، چې د یادې ادارې له مراجعینو سره دې په عزت او درناوي چلند وشي او د دوی د انساني کرامت او بشري حقونو خوندیتوب ته باید پاملرنه وشي.

د کنترول او مراقبت او د تفتیش ریاستونو پیاوړتیا یو له هغه مهمو مواردو څخه و، چې ښاغلي ارغون ورته اشاره وکړه. د نوموړي په باور، په مرکز او ولایتونو کې د یادې ادارې د کارکوونکو د اجرااتو پر څرنګوالي نظارت د فساد مخنیوی کړی او ترڅنګ یې د کاري بهیر د چټکتیا او روڼوالي سبب شوی دی.

د ښاغلي ارغون په خبره، د کاپیسا استیناف څارنوالۍ وداني به عدالت ته د لاسرسي په برخه کې د یاد ولایت اوسېدونکو ته ښه زمینه برابره کړي او د کاري بهیر د چټکتیا ترڅنګ به په یاد ولایت کې ښه حکومتولي تمثیل کړي. ده زیاته کړه، چې د ریاست په چارو کې نظم او روڼوالی راوستل، ښې ځواب وېینې ته زمینه برابرول، د هېوادوالو د بشري حقونو رعایتول او پر وخت د جرمي پېښو عدلي تعقیب او تحقیق د دغې ودانۍ نورې ګټې بلل کېږي.

د مالي او اداري چارو د مرستیال له قوله، تمه ده، چې په ۱۳۹۹ کال کې د لوګر، ارزګان او کندهار د استیناف څارنوالیو ترڅنګ د جوزجان د آقچې او د کابل د استالیف ولسوالۍ د ابتدایه څارنوالیو د ودانیو د بنسټ ډبرې کېښودل شي او همداراز تمه ده، چې په نږدې راتلونکي کې د خوست، نورستان او دایکنډي د استیناف څارنوالیو د ودانیو ترڅنګ د لویې څارنوالۍ په دارالامان ودانۍ کې د غونډو تالار هم ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

له دې سره سم د کاپیسا والي عبدالطیف مراد، په دغه پروګرام کې د یادې ودانۍ په جوړونه کې د لویې څارنوالۍ هڅې وستایلې او د چارو د ښه والي لپاره یې دا یو نیک ګام یې وباله.

ښاغلي مراد، د استیناف څاروالۍ پر کړنو او لاسته راوړنو خوښي وښوده او ویې ویل، چې دې ریاست تل د اداري فساد پر ضد مبارزه کړې ده. نوموړي همداراز له هغه اصلاحاتو، چې لویه څارنوالۍ کې راغلي هم ستاینه وکړه.

په ورته مهال کې، په ولسي جرګه کې د کاپیسا استازي محمد اقبال صافي د ګټې اخېستنې په یاد پروګرام کې وویل، چې دا ودانۍ د یاد ولایت اوسېدونکو ته هېله بښوونکی دی او د مرکزي حکومت د اقتدار د زیاتوالي سبب کېږي. ښاغلي صافي د فساد د مخنیوي په برخه کې د یادې ادارې هڅې اغېزناکې وبللې او زیاته یې کړه: «دا اداره د خلکو پر وړاندې ځواب وېیوونکې ده، له همدې امله زه په ولسي جرګه کې د خلکو د استازي په توګه ترې مننه کوم.» ښاغلي صافي همداراز د کاپيسا استیناف څارنوالۍ کړنې او لاسته راوړنې هم وستایلې او د قانون د تطبیق او د عدالت د ټينګښت په برخه کې یې د یاد ریاست له پرېکنده دریځ مننه وکړه.

له بلې خوا د یاد ولایت د مدني ټولنې رئیس او د ولایتي شورا استازو د کاپیسا استیناف څارنوالۍ له کړنو او لاسته راوړنو رضایت وښود او ترڅنګ یې دا وداني د قانون د تطبیق او د عدالت د ټینګښت په برخه کې د کارکوونکو په اجرااتو کې د لازمو اسانتیاوو د راوړنې لپاره اغېزناکه وبلله. په پای کې دوی د عدالت د ټینګښت او د عامه وضعیت د ښه والي په موخه د یاد ریاست له کړنو او لاسته راوړنو ملاتړ وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS