د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه غونډه وشوه

Hussain_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۰ - ۱۵:۳۶
ago

دا غونډه د سرچینو او ادارې د عمومي رئیس، د مالي او اداري عمومي رئيس، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، د مرکزي کنټرول او مراقبت رئيس، د خدماتو رئیس او د ملکي او عسکري برخې د ځینو آمرانو او د لویې څارنوالۍ د روغتیايي کلنیک د مسؤولانو په حضور د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پرنهمه وشوه.

د دغې ناستې موخه د کرونا د درېيمې څپې د خپرېدو د مخنیوی او په دې تړاو د وقایوي تدابیرو نیول بلل شوي دي.

د سرچینو او ادارې عمومي رئيس وحیدالدین ارغون په دې ناسته کې د کرونا ویروس له خپرېدا پر مخنیوي او په دې هکله د کلکو تدابیرو پر نیولو ټینګار وکړ او ویې ویل، د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي په موخه په ۱۶ ولایتونو کې ښوونیز مرکزونه او پوهنتونونه رخصت کړي دي، نو پکار ده، چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه په اداره کې لازم تدابیر ونیول شي.

د سرچینو او ادارې رئیس په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د دغې ادارې کارکوونکي له پروسږنۍ تجربو څخه په استفادې باید له دغه ویروس څخه د ساتنې په موخه جدي اقدامات وکړي.

د ښاغلي ارغون په وینا، په اداره کې ټولې زیان منونکې ساحې لکه خوړنځی، جومات، د پذیریش مرکز دواپاشي شي او د ماسک اچول، په لاس ستړې مشې نه کول، د ټولنیز واټن رعایت او د میکروب ضد مایعاتو استفاده په جدي توګه رعایت شي.

نوموړي د مرکز او استیناف څارنوالۍ رئيسانو ته په اشارې سره وویل، په اداره کې باید ټولو روغتیايي ټکو ته پام او له غیرضروري ټولېدو څخه ډډه وشي.

د دغې ناستې ګډونوالو په اداره کې له شته امکاناتو څخه په استفادې د کرونا ویروس پر ضد د قایوي تدابیرو په تړاو خپل وړاندیزونه شریک کړل.

کارکوونکو ته کرونا په اړه پوهاوی، د روغتیايي موادو ترتیب، د مراجعینو تنظیم او کمول او مرکز او ولایتونو ته د کړنلارو او مکتوبونو صدور او د کړنلارو تطبیق او نظارت نور هغه موارد و، چې په دې ناسته کې پرې بحث وشو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS