د کورنيو چارو وزارت لوړپوړى پخوانى جنرال په دولس (١٢) کاله بند محکوم شو

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۵/۱۲/۱۱ - ۸:۳۹
ago

 

د کورنيو چارو وزارت پخوانى لوړپوړى جنرال عبدالروف روفي د يولک پنځوس زره ډالرو رشوت اخيستنې په جرم د اداري فساد درنو جرمونو مرکز استيناف محکمې په دولس (١٢) کاله بند محکوم کړ.

دغه محکمه د حوت په لمړى نېټه په عدلي او قضائي مرکز کې تر سره شوه. ښاغلى روفي د رشوت اخيستنې په قضيه کې د جزا قانون د (٢٥٥) مادې د حکم په بنسټ د نيول کيدو له نيټې څخه پيل په شپږ کاله بند محکوم شو. دا په داسې حال کې ده، چې نوموړى لومړنۍ محکمې په همدغه جرم په اته کاله بند او د اخيستل شويو پيسو برابر په نغدي جريمه محکوم کړى ؤ او د يو عراده لنډکروزر د قاچاق په قضيه د ګمرکونو قانون د (١٩٢) مادې پر بنسټ په يو کال تنفيذي بند محکوم او هم قاچاق شوى موټر مصادره شو. د دروغو په قضيه کې د جزا قانون د (٣٧٧) مادې د حکم پر بنسټ په دولس زره (١٢٠٠) زره افغانۍ نغدي جريمه محکوم شو.

همدارنګه د موټر د سجيل او د هغې څخه د استفادې په قضيه کې جزا قانون د (٣١٦) د تعديل پربنسټ په يو کال او شپږ مياشتو بند محکوم شو او د وظيفوي واک څخه په ناوړه ګټې اخيستنې په قضيه کې د عسکري جرمونو قانون د (٤٢) مادې پر بنسټ په درې کاله تنفيذي حبس محکوم شو. د روفي دا ډول محکمه کول چې ټول جرمونه يو له پر د اړه لرلو له امله يو عمل  تر سره شوى، د جزا قانون د (١٥٦) مادې د حکم پر بنسټ په پنځه کاله بند محکوم کړ. دغې محکمې کورنيو چارو وزارت د تاميناتو معين، د تدارکاتو رئيس، د تشکيلاتو رئيس، د لوژستيک رياست مرستيال او د عمومي تدارکاتو رياست د دفتر مدير د وظيفوي واک څخه د ناوړه ګټې اخيستنې په تور او د (شپږم لات) قرارداد په ور کړې د عدلي تعقيب وړ په ګوته کړل.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS