سمنګان کې پر یوه قابلې د ډله ییز تېري قضیه وڅېړل شوه

ago_admin
شنبه ۱۳۹۸/۴/۱ - ۱۴:۵۵
logo

دا قضیه د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي پر ۲۶ د سمنګان په رودآب ولسوالۍ د آبخورک کلینیک کې پېښه شوه او امنتیي او کشفي ادارو یې په اړه لس تنه نیولي، چې د څارنوالۍ له خوا یې تحقیقات د غبرګولي پر ۲۷ بشپړ شول.

د یادې قضیې عاملین د عمرونو له مخې په دوه برخو ویشل کیږي، چې څلور کسان یې کم عمره او شپږ نور تر اتلسو کلونو پورته عمرونه لري.

دا قضیه د سمنګان د استیناف څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونو د مخنیوي آمریت له خوا څېړل شوې ده.

یادې قضیې ته د ټاکل شوي څارنوال د لاسته راوړنو پر بنسټ، شپږ کاله کېږي چې یادې قابلې په دغه کلینیک کې دنده ترسره کوله.

 مؤظف څارنوال په خپلو لاسته راوړنو کې یادونه کړې، چې یادو تورنو کسانو د دغې قابلې پر وهلو ډبولو، ځورونې او جنسي تېري سربېره نغدې پېسې او زیورات هم له ځانه سره وړي دي.

د دغې دعوې له مخې، یو ناروغ او د قابلې پلار هم چې کلینیک کې و د یادو تورنو کسانو له خوا وهل شوي او ځورول شوي دي.

قضیې ته ټاکل شوي څارنوال، د قضيې اړوند هغه تورنو کسانو ته چې قانوني عمر یې پوره کړی، د جنسي تېري اړوند د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د ۲۳ او ۱۷ مادې لومړۍ، درېیمې او څلورمې فقرې، د جزا کود د ۶۴۰ او ۶۴۱ مادې او د ځورونې په برخه کې د جزا کود د ۵۹ او ۷۳ مادې له مخې د مجازاتو غوښتنه کړې ده.

د قضیې اړوند یو تورن کس ته چې جرم یې تخویف پیشبیني شوی، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د ۲۹ مادې له مخې، مجازات په پام کې نیول شوي دي.

له بلې خوا، له محکمې څخه په یاده قضیه کې کم عمره تورنو کسانو ته، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د ۱۷ او د جزا کود د ۹۷، ۹۸، ۶۴۰ او ۶۴۱ مادې له مخې، د مجازاتو غوښتنه شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې یاده قضیه تر توقیف او حجر لاندې ده او د دغه کلینیک د آمر د نیولو قرار هم د څارنوالۍ له خوا کشفي او امنیتي ادارو ته استول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ په ۱۳۹۷ کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوه زره او ۷۰۱ قضیې څېړلې، چې ۱۹۵ یې یوازې د جنسي تیري په اړه دي.