سمنګان کې پر یوې قابلې د جنسي تېري د قضیې د څېړنې په موخه پلاوی ټاکل شوی

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲ - ۱۱:۲۲
logo

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ دا پلاوی، د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي پر لومړۍ د سمنګان ولایت په روی دوآب ولسوالۍ کې د ۹ مظنونو له خوا پر یوې قابلې د جنسي تېري د قضیې او دعوې د څېړنې په موخه ټاکلی دی.

دغه پلاوی د یادې قضیې د هر اړخیزې څېړنې په موخه سمنګان ته لېږل کېږي، تر څو یاده قضیه په دقت، بې پرې او هر اړخیزه توګه وڅېړي.

د دې قضیې اړوند ۹ کسان نیول شوي، چې څلور کسان یې د کم عمر له امله تر حجز لاندې دي او پنځه نور په توقیف کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سمنګان استیناف څارنوالۍ د یادې قضیې په اړه څېړنې پیل کړې دي؛ خو د لویې څارنوالۍ رهبري، د یادې قضیې د جدي او دقیقې څېړنې په برخه کې له استیناف څارنوالۍ سره د همکارۍ په موخه دغه ولایت ته پلاوی استوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي ډاډ ورکوي، چې یاده قضیه به د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې په جدي، بې پرې، خپلواکه او هر اړخېره توګه وڅېړي او د څېړنو له بشپړاوي وروسته به سمنګان ته د استول شوي پلاوي لاسته راوړنې له هېوادوالو سره شریکې کړي.  

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS