شان دیولین د لويې څارنوالۍ د پنځه کلنې ستراتيژۍ جوړونې د تخنیکي سلاکار په توګه کار پيل کړ
د افغانستان د لویې څارنوالۍ د اداري او مالي چارو مرستیال وحیدالدین ارغون نن رسماً شان دیولین د دغې ادارې د پنځه کلنې ستراتيژۍ جوړونې د تخنیکي سلاکار په توګه معرفي کړ.
ښاغلی دیولین د قانون د ټینګښت په برخه کې له شپږ کالو راهيسې په افغانستان کې کار کوي. نوموړي په افغانستان کې د حقوقو د پراختیا په نړیوال سازمان (I.D.L.O)، د عدلي سکټور په ملاتړې ادارې (J.S.S.P) او ګڼو نورو ادارو کې کار کړی.
ښاغلی دیولین د امریکا هېواد دی او د حقوقو په برخه کې يې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده کړې کړې دي.
