شهودو او د شهادت له پاره د هغوی چمتو کولو تر عنوان لاندې روزنیز پروګرام پای ته ورسید
لویې څارنوالۍ او ښځو چارو وزارت کارکوونکو لپاره " شهودو او شهادت لپاره د هغوی چمتو کولو" تر عنوان لاندې روزنیز پروګرام د نوي ښار څیرمه د لویې څارنوالۍ په روزنیز تالار کې ترسره شو.
په دې ورکشاپ کې چې د روان کال سلواغې میاشتې ۱۲ نیټې څخه تر ۱۴ نیټې پورې د دریو ورځو لپاره د (اي ډي ال او) موسسو په مالي او تخنیکي همکاریو سره پای ته ورسید، چې د لویې څارنوالۍ او ښځو چارو د حقوقو ریاست او ملاتړ کوونکو مرکزونو څخه ۲۲ کډونوالو برخه درلود.
په نوموړي روزنیز پروګرام کې پر بیلا بیلو موضوعاتو لکه د مرکې کړنلارې، کاري چاپریال فشار سره د مقابلې او دویم ځل لپاره پر متضرر کیدو بحث او خبرې وشوې.
څارونکې عاطفه"حرمت" د عمومي جزا څارنوالۍ څخه دې روزنیز پرواګرام یوه کډونواله وه، چه د دې ډول روزنیزو پروګرامونو ترسره کولو په اړه یی داسي وویل " شهودو او شهادت لپاره د هغوی چمتوالي تر سرلیک لاندی زموږ له پاره ترتیب شوی چې زمونږ د ورځنیو کارنو په سرته رسونه کې خورا ګټور دی.د امکان په صورت کې که ددي پروګرام موده د هغه څارنوالانو لپاره چې په مسلکي برخو کې دندې تر سره کوي نوره هم پراختیا ورکړل شي".
آی ډي ال آو د هغو مرسته کونکو مؤسسو له جملې څخه دي چې د هیواد عدلي او قضايي ارګانو په بیلا بیلو برخو کې د یوې لسیزې را پدیخوا د کچی لوړولو او دفتري تجهیزاتو په برخه کې یې د پام وړ مرستې کړې دي.
"
