شپږ تنه له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور په علني ډول محاکمه شول

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۹/۲۸ - ۱۶:۵۲
4

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د استیناف محکمې شپږ تنه له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ پر ۲۷ په علني ډول محاکمه کړل.

په دغه قضایي ناسته کې د امر‌‌خیل میدانوال شرکت رئیس محمد عالم د محمد علم زوی، د ملي‌ بس د تصدۍ د محاسبې آمر عبدالغفور د عبدالحمید زوی، د دویمې حوزې د ملي بس د حوالو مدیر ګل‌ میر د عبدالصمد زوی، د درېیمې حوزې د ملي بس د حوالو مدیر محفوظ شاه د محبوب‌ شاه زوی، د ملي بس د دویم نمبر تصدۍ رئیس محمد‌ آصف د محمد‌ افضل زوی او د ملي بس د لومړي نمبر تصدۍ رئیس غوث‌الدین د پنجي ‌بای زوی محاکمه شول.

د یادې ناستې قضایي پلاوي، محد‌ عالم له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور د جزا قانون د ۲۵۸ او ۳۹ مادې دویمې فقرې له مخې په درې کاله تنفیذي بند او دوه سلنه مالیه په ۲۰ میلیونه و ۱۹۷ زره او ۱۹۸ افغانۍ محکوم او مجازات کړ.

د دغې ناستې د قضایي پلاوي د پرېکړې له مخې عبدالغفور او ګل‌ میر له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور د جزا کوډ د ۱۷ مادې او د جزایي اجرااتو قانون د ۲۰۹ مادې له مخې په دوه دوه کاله تنفیذي بند محکوم او مجازات شول.

دغه قضایي پلاوي محبوب‌ شاه له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور د جزا قانون د ۲۸۵ مادې دویمې فقرې او د جزا کوډ د ۱۷ مادې د رعایتولو له مخې په یو کال او یوه میاشت تنفیذي بند محکوم او مجازات کړ.

همدازار محمد ‌آصف او غوث‌الدین له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور، د جزا قانون د ۲۸۵ مادې لومړۍ فقرې او د جزا کوډ د ۱۷ مادې د رعایتولو له مخې، هر یو په دوولس دوولس زره افغانیو نقدي جریمه محکوم او مجازات کړل.

همدارنګه د یادې شوې قضایي ناستې رئیس، د کابل ولایت د عوایدو پر عمومي آمر محمد رسول، د ملي ‌بس د تصدۍ د کنټرول عمومي مدیر مبارک شاه، د ملي بس د تصدۍ عمومي رئیس او په ترانسپورټ وزارت کې د یاد شوي پروتوکول اجرا کوونکی غلام‌ حضرت او د مالیې وزارت د تړونلیکونو د ارزونې کمېسیون اجرا‌کوونکو مسؤولانو چې یاد شوی پروتوکول یې تصدق او منظور کړی؛ د عدلي تعقیب حکم صادر کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS