عبدالقهار فرخ سیر د لویې څارنوالۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو د رئيس په توګه معرفي شو

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۶ - ۳:۱۲
عبدالقهار فرخ سیر

د لويې څارنوالۍ د وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د عالي مقام د ۱۳۹۸ لمریز کال د غبرګولي د ۷ نېټې د ۶۵۰ ګڼې د حکم پر اساس، عبدالقهار فرخ سیر د ژبو او ادبیاتو لیسانس، د لويې څارنوالۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو د رئیس په توګه معرفي او په کار يې پيل وکړ.

د نوموړي د معرفۍ غونډه چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۴ له اداري فساد سره د مبارزې مرستیال خواجه عبدالحق احمدي، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې او ماشومانو سرغړاویو ته د رسېدنې مرستیالې سینا شنا منصور، د بشري سرچینو عمومي رئيس او د لویې څارنوالۍ د نورو رئيسانو په حضور ترسره شوه، د اطلاعاتو او عامه اړیکو د رئيس د منظورۍ حکم ولوستل شو.

قهار فرخ سیر

له اداري فساد سره د مبارزې مرستیال نوموړي ته د مبارکۍ تر څنګ، له اداري فساد سره د مبارزې، د قانون حاکمیت او د عدالت د تأمین په برخه کې د اطلاع رسونې رول مهم وباله.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئيس عبدالقهار فرخ سیر د لويې څارنوالۍ او افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مشرتابه له باور څخه د مننې تر څنګ وویل، چې اطلاع رسونه د ادارې د کړنو په ښه والي، د روڼتیا تأمین، حساب ورکولو او له اداري فساد د مبارزې په برخه کې ارزښتناک رول لوبوي. نوموړي زیاته کړه، د ادارې په هکله اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسي او د ادارو د کړنو او برنامو په تړاو خلکو ته پوهاوي په اړه به پراخ پروګرامونه طرح او د تحقق لپاره به یې له مدني ټولنې سره په همغږۍ پلي کړو.

د یادونې وړ ده، چې عبدالقهار فرخ سیر تر دې مخکې له اداري فساد سره د مبارزې ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو د رئيس او ویاند په توګه دنده ترسره کوله او تر لسو کالو زیات يې په دولتي ادارو کې دنده ترسره کړې ده. نوموړی تر لسو کالو زیات د مدني ټولنې او د بشر حقونو د فعال په توګه فعالیت درلودلی دی او همداراز ښاغلی فرخ سیر د ازاد خبریال په توګه هم له رسنیو سره کار کړی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS