عدليی وزارت د ټلیفون له لاری د حقوقي مشورو د ورکړې مرکز پرانیست

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۵/۱۲/۱۱ - ۸:۳۹
ago

 

دغه مرکز د عدلیی وزارت په چوکاټ کی د ټولنیز عدالت او وګړیزو حقوقو د خوندیتابه لپاره جوړ شوی دی.

ددې مرکز په پرانیست غونډه کې د عدلې وزارت ، لویې څارنوالۍ ، سترې محکمې ، کورنیو چارو وزارت ، اطلاعاتو او کلتونو وزارت ، د حج او اوقافو وزارت د عدلي او قضایي سیستم د ملاتړو موسیسو استازو او د یو شمیر نورو ارګانونو استازو ګډون درلود.

د عدلیې وزارت اداري معین سید محمد هاشمي معین په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، هېوادوال کولی شي، چې په وړیا توګه د ۱۸۸ شمېرې په ډایلولو سره د حقوقي، جزايي او مدني ستونزو په اړه مرستې او نظریات وغواړي.

د هغه په وینا پدې مرکز کې اوس مهال څلو تنه کار کوي چې دوه یې نجونې او دوه هم هلکان دي او د نړیوال بانک لخوا یې په جوړولو یې ۱،۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او په رسمي ورځو کې به له ۸ تر ۴ بجو فعالیت کوي.

سید محمد هاشمي وویل، چې دا مرکز یې هېوادوالو ته په وړیا توګه د مشورې ورکولو په موخه پرانیستی دی ځکه د هغه په وینا هیوادوال پدې برخه کې ډيرې ستونزې لري.

بل پلو د عدلیې وزارت سلاکار محمد اشرف رسولي وایې د قانوني پلي کول او د خلکو عامه پوهاوی ددې وزارت له اساسي دندو بولي چې په وینا یې دا سیستم پدې برخه کې ډير کمک کولای شي.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رییس وایې خلک کولای شي له همدې شمیرې په استفادې خپل وړاندیزون هم له دوی سره شریک کړي او د نوموړي په وینا دا مهال عدلیې وزارت په مرکز او ولایتونو کې ۱۵۰ تنه د حقوقي مرستو کسان لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ډېر شمېر هېوادوال د عدلي او قضايي بنسټونو د اساسي دندو او مسوولیتونو په اړه معلومات نه لري؛ خو د دې مرکز له پرانېستل کېدو سره به یې ډېرې پوښتنې حل او د عامه پوهاوي کچه لوړه شي

"

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS