لس کسان له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې، غدر او تزویر په تور محاکمه شول

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۲ - ۱۶:۵۱
adly zasa

یاد شمېر کسان د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د ابتدایي محکمې له خوا، د ۱۳۹۸ کال د غويي پر ۲۲ په علني ډول محاکمه شول.

په دغه قضايي ناسته کې، د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز صحیه رئیس برید جنرال احمدضیا یفتلي د عبدالسلام زوی، د صحیه ریاست مرستیال جنرال سیدحفیظ ظهور د سیدعالمشاه زوی، د تدارکاتو د پلاوي رئیس برید جنرال عبدالفتاح د غلام دستګیر زوی، د درملو د شپږ قلمو د تشریح رئیس ډګروال محمد حکیم د فیض محمد زوی، د درملو د تشریح پلاوي غړی ډګروال عبدالصمد د عبدالکریم زوی او د قراردادونو د نظارت مدیر ډګرمن نورالله د یارمحمد زوی محاکمه شول.

a

په یاده ناسته کې، محمدصابر د محمدطاهر زوی، ډګروال عبدالرحمن د میرګل زوی، د تدارکاتو د پلاوي غړی ډګروال محمدعارف د حاجي شیرین زوی او د افغان فارما شرکت مرستیال نثاراحمد د غلام سرور زوی هم محاکمه شول.

د دغې ناستې قضایي پلاوي، احمد ضیا یفتلي او سید حفیظ ظهور د غدر په تور او محمد حکیم، عبدالصمد، عبدالفتاح، محمدعارف، محمدصابر، عبدالرحمن او نورالله په یاده قضیه کې د لاس لرلو په تور، د جزا کود د ۱۷ او د جزايي اجرااتو قانون د ۲۰۹، ۲۱۲، او ۲۳۷ مادې په رعایتولو د جزا قانون د ۳۹ او ۱۷۰ مادې دویمې فقرې له مخې، هر یو په شپږـشپږ میاشتو تنفیذي بند محکوم کړل.

د یادې ناستې د قضايي پلاوي د پرېکړې پر بنسټ، نثاراحمد هم په یاده قضیه کې د لاس لرلو او د اسنادو د تزویر په تور، د جزا کود د ۱۷ مادې په پام کې نیولو سره د جزا قانون د ۳۹، ۱۵۶ او ۱۷۰ مادې د صراحت له مخې، په شپږ میاشتو تنفیذي بند محکوم شو.

همداراز د یادې محکمې قضايي پلاوي، د جزا قانون د ۴۸ مادې پر بنسټ د یادې قضیې له تورنو څخه د ضمانت په توګه د ۱۷ میلیونو او ۲۲۰ زره افغانیو د اخېستلو په هکله حکم صادر کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS