له اداري فساد د مبارزې برخې یو څارنوال د رشوت اخیستلو په تور ونیول شو

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۵:۳۴
ago

د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ د اداري فساد له جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ ریاست د تحقیق څارنوال د ۳۰۰ امریکايي ډالرو د رشوت اخیستلو په تور د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر څلورمه ونیوه.

دا کس لویې څارنوالۍ ته د یوه هېوادوال تر شکایت وروسته نیول شوی او تر توقیق لاندې دی.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي له اداري فساد سره پر جدي مبارزې ټینګار کوي او په ټولو کچو کې یې په دې برخه کې جدي او پرېکنده اجراات کړي دي.

له اداري فساد سره مبارزه او کورني اصلاحات د دغې ادارې د مشرتابه کاري لومړیتوب ګڼل کېږي او د شکایتونو د اخیستلو او له اداري فساد سره د مبارزې لپاره یې ۱۸۰ ځانګړې وړیا شمېره د هېوادوالو په واک کې ورکړې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS