له اداري فساد سره د مبارزې قانون نافذ شو

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۷/۸/۲۴ - ۱۱:۱۹
logo

دا قانون چې پنځه فصله او څلوېښت مادې لري، د ۱۳۹۷ کال د تلې پر شپږمه نافذ شو. له اداري فساد سره د مبارزې د مراجعو د دندو او واکونو توضیح کول، په ځانګړي ډول د اداري فساد تعریفول، د اړونده ادارو او وزارتونو همغږي کول، د نړیوالو بنسټونو همکاري جلبول، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د لوړو کشفي، عدلي او قضايي مراجعو د فعالیتونو یو کول او له اداري فساد سره د مبارزې او مخنیوي په برخه کې د خلکو ونډې اخېستنې ته زمینه برابرول د یاد قانون موخې ګڼل کېږي.

له اداري فساد سره د مبارزې چارو کې د لوی څارنوال مرستیال خواجه عبدالحق احمدي وویل، چې له اداري فساد سره د مبارزې قانون نافذېدل، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د قوي ارادې ښکارندویي کوي. نوموړی دا قانون د اداري فساد قضیو ته د لاسرسي د بهیر اسانولو او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د عدلي او قضایي بنسټونو د واحدې کړنلارې جوړولو په برخه کې مهم وباله. دی وایي: «د یاد قانون نافذېدل د اداري فساد د جرمونو د کمولو، کنټرولولو او له یادو جرمونو سره د ګټورې مبارزې په برخه کې ښه اغېز لري.»

د ده په خبره، دا قانون یو ځانګړی قانون دی. همداراز له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون د جوړونې لپاره د ځانګړي میکانیزم وړاندوینه، د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز په رسمیت پېژندنه او د ناقانونه شتمنیو پر اعاده ټينګار د یاد قانون مهمې ځانګړنې بلل کېږي.

د ښاغلي احمدي په خبره، دا قانون له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتیژۍ د موخو د تطبیقولو او له اداري فساد سره د مبارزې د نړیوال کنوانسیون څخه د ګټو د ترلاسه کولو بهیر، چې افغانستان هم ورسره تړلی دی اسانه کوي. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS