له اداري فساد سره د مبارزې چارو کې د لویې څارنوالۍ د مرستیالۍ کارکوونکو ته د جنډر په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو
دا روزنیز پروګرام د لویې څارنوالۍ د ښځو د ملاتړ ریاست له خوا، له اداري فساد سره د مبارزې چارو کې د لویې څارنوالۍ د مرستیالۍ ۲۵ کارکوونکو ته د ۱۳۹۸ کال د تلې پر ۲۷ د یادې ادارې د کتابتون په تالار کې جوړ شو.
لویه څارنوالۍ کې د ښځو د ملاتړ ریاست رئیسې لیدا حیدري، ګډونوالو ته د جنډر او د ښځو د ځورونې د مخنیوي قانون په اړه پوهاوی ورکول، د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي کمېټې ورپېژندل، جنډر ته د ځواب ویوونکې بودیجې جوړول او په اوسېدنځایونو، کار او عامه ځایونو کې د شخصي امنیت په اړه روزنه ورکول د یاد پروګرام موخه وبلله.
د اغلې حیدري په خبره، جنډر ته د ځواب ویوونکې بودیجې له جوړونې موخه دا ده، چې د بودیجې جوړونې په مراحلو کې د یادې ادارې د ښځو د اړتیاوو کچه معلومه شي. دې همداراز وویل، چې په یاد پروګرام کې به ګډونوالو ته د روغتیا او لومړنیو مرستو په اړه هم روزنه ورکړل شي.
اغلې حیدري زیاته کړه، تمه ده چې دا روزنیز پروګرام به په نوبتي ډول د یادې ادارې ټولو کارکوونکو ته جوړ شي.
