له ایران څخه په ۱۳۹۷ کال کې ۶۵۰ افغان بندیان هېواد ته رالېږدول شوي

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱ - ۱۳:۳
rasanaha

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي په یوه خبري کنفرانس کې د ۱۳۹۷ کال د کب پر لومړۍ د حکومت د رسنیو په مرکز کې وویل، چې دا اداره د افغانستان د وګړیو ازادۍ او د حقونو دفاع ته ژمنه ده او دغې موخې ته د رسېدو لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له ایران اسلامي جمهوري دولت سره د بندیانو د انتقال د هوکړه لیک پر اساس چې په ۱۳۸۶ کال کې لاسلیک شوی، دا بندیان هېواد ته رالېږدولي دي.

له دې سره سم د لویې څارنوالۍ د کابل د جنوب زون او د بندیانو د لېږد پلاوي رئیس عزیز احمد سرباز وویل: «سږ کال هېواد ته له ایران سره د شوي هوکړه لیک پر اساس په ۱۳۹۷ کال کې ۶۵۰ بندیان رالېږدول شوي او دا لړۍ به نوره هم وغځېږي.»

ښاغلي سرباز زیاته کړه، د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم پر اساس، د لويې څارنوالۍ، د عدليې، بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو یو ګډ پلاوی د مرغومي پر اتمه ایران ته ولاړ او په ۲۵ کاري ورځو کې يې د یاد شمېر بندیانو د لېږد زمینه برابره کړه.

د نوموړي په وینا، د دغو بندیانو تر لېږد وروسته د دوی د جزا د حکم تعدیل یو اساسي شرط دی او د دغو بندیانو د جزا حکم به د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې وشي.

د بندیانو د لېږد پلاوي رئیس یادونه وکړه، چې په دغه هوکړه لیک کې پخپله د بندي رضایت هم اصلي شرط دی او د حکم تر قطعي کېدو وروسته بندیان کولای شي، چې د هېوادونو تر منځ د بندیانو د لېږد په نوملړ کې شامل شي.

دا هوکړه لیک دوه اړخیز دی او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت هم سږ کال ۱۸ ایراني بندیان دغه هېواد ته استولي، چې تر دې دمه اوس هم نژدې اته بندیان د افغانستان په بندخونو کې بنديان دي او د حکم تر قطعي کېدو وروسته به د هوکړه لیک پر اساس خپل هېواد ته واستول شي.

د یادونې وړ ده، چې له ایران سره د بندیانو د انتقال هوکړه لیک په ۱۳۸۶ کال کې لاسلیک شو، چې په لومړي ځل په ۱۳۹۳ کال کې له ایرانه ۱۸ بندیان هېواد راولېږدول شول او وروسته په ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کالو کې هم نژدې ۶۳۰ بندیان له یاد شوي هېواده افغانستان ته رالېږدول شوي دي.

هېره دې نه وي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له ایرانه سربېره له روسیې، تاجکستان او متحده عربي اماراتو سره هم ورته هوکړه لیکونه لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS