له بهرنیو هېوادونو څخه د افغان زندانیانو د انتقال کمېټې غړو ناسته وکړه

yama_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۲:۳۷
جلسه

دا ناسته د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د سرپرست په مشرۍ ښاغلي مولوي شمس الدین شریعتي او د دغې کمېټې د نورو غړو په ګډون جوړه شوه.

ناسته یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول پر دویمه د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست په دفتر کې جوړه شوه.

دا ناسته د قرآنکریم په مبارکو آیتونو پیل شوه.

جلسه

په دې ناسته کې د ښې همغږۍ د رامنځته کولو او له بهرنیو هېوادونو څخه د افغان محکومینو د انتقال بهیر د چټکتیا په موخه پرېکړه وشوه، چې د دغې کمېټې غړي دې د بهرنیو چارو له محترم وزیر سره غونډه جوړه او د اړتیا وړ پر مواردو دې بحث وکړي.

له بلې خوا له ایران څخه د انتقال شویو محکومینو له ډلې د خوشې شویو محکومینو د احصایې او پاتې نورو د دقیقې احصایې او شمېر د ترلاسي په موخه د زندانونو د تنظیم ادارې ته دنده وسپارل شوه، چې یادې شمېرې د کمېټې په واک کې ورکړي.

په دې ناسته کې کشفي، استخباراتي(د کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو عمومي ریاست) او د زندانونو د تنظیم ادارې ته خبر ورکړل شو، چې هېواد کې د بهرنیو اتباعو د نیولو او د هغوی د خوشې کولو پر مهال د انتقال کمېټه خبره کړي.

جلسه

ورته مهال په دې ناسته پر دې هم بحث وشو، چې د حکم صادرکوونکی هېواد ته د بهرنیو چارو وزارت له لارې د ایران له جمهوري دولت څخه د انتقال شویو محکومینو له قانوني خوشې کولو او ډاډ ترلاسي په موخه خبراوی ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې له بهرنیو هېوادونو څخه د افغان بندیانو، مظنونیو او محکومینو د انتقال کمېټه د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی رییس په مشرۍ او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو او عدلیې وزارتونو او د زندانونو د تنظیم ادارې د استازو په ګډون جوړه شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS