له حقیقي او حکمي کسانو څخه د دولت د پورونو د حصول کمېسیون غړو ناسته وکړه

ago_admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۱۶:۱۳
ago

دغه ناسته د لویې څارنوالۍ له اداري فساد سره د مبارزې مرسیتال قیس باوري په ریاست، د مالیې وزارت د ګمرکاتو او عوایدو معین، د ملي امنیت د ۰۲۶ رئیس، د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو د ارشد معینیت د ارکانو رئیس په حضور کې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي پر ۲۶ د لویې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو په انستیتوت کې وشوه.

د صنعت او تجارت او ترانسپورت وزارتونو، د اوبو د تنظیم ادارې، علومو اکاډمۍ، د مکرویانونو د حفظ او مراقبت، د صکوکو مطبعې، د عامه ملي محافظت، د نفتي موادو، افغان ګاز او د مزار د برق کوډ تصدیو او برېښنا شرکت پر حکمي او حقیقي اشخاصو د خپلو پورونو په اړه دغه کمېسیون ته خپل راپور وړاندې کړ.

ago

د لویې څارنوالۍ له اداري فساد سره د مبارزې مرسیتال او له حقیقي او حکمي کسانو څخه د دولت د پورونو د حصول کمېسیون رئيس، قیس باوري د دغې ناستې ګډونوالو ته وویل: «ټول وزارتونه، ادارې او تصدۍ چې تر اوسه یې د پورونو د حصول کمېټه نه وي جوړه کړې، ژر تر ژره دې یاده کمېټه جوړه او د خپلو پوروړو لېست دې دغه کمېسیون ته وړاندې کړي.» نوموړي همداراز زیاته کړه، چې له دې وروسته دې وزارتونه، ادارې او تصدۍ، یوازې د خپلو پورونو د ترلاسي لپاره پوروړو ته د مکتوب پر لېږلو بسنه نه کوي؛ بلکې په دوامداره توګه دې د پورونو اړوند معلومات د خپلو حقوقي مشاروینو او د تفتیش ریاستونو له خوا تعقیب او د اړتیا پر مهال دې عدلي او قضایي ادارو ته راجع کړي.

د دغه کمېسیون رئیس وویل، هره اداره که د جمهوري ریاست حکم چې ټولو ادارو ته د متحدالمال په توګه استول شوی دی، پلي نه کړي، نو د قانون له مخې به تر عدلي او قضایي څار لاندې راشي.

د یادولو وړ ده، چې دغې ناسته کې د یادو ادارو راپورونه د کمېسیون د رئیس او نورو غړو  د تائید وړ و نه ګرځېدل او هغو ته یې د پورتنیو سپارښتنو د تطبیق وړاندیز وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS