له مراجعینو او هېوادوالو سره د سرپرست لوی څارنوال لیدنه

Hussain_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۱۶:۴۸
ago

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم نن دوشنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۲۴ د مراجعینو عریضو او غوښتنو ته د رسیدګۍ په موخه مخامخ له ځینو هېوادالو سره ولیدل.

سرپرست لوی څارنوال د دوشنبې کاري ورځې د هېوادوالو قانوني غوښتنو، د ستونزو هواري او د دوی نسبتي دوسیو ته د بېړنۍ رسېدنې لپاره ځانګړې کړې ده. ښاغلی کلیم د دوشنبې پر ورځو د هېواد له ګوټ ګوټ څخه له لسګونو هېوادوالو سره ګوري او د هغوی ستونزې اوري.

دا لیدنې د حقوقي سلاکارانو او د لویې څارنوالۍ د ځینو ریاستونو د رئیسانو په حضور د مراجعینو عریضو ته د بېړنۍ رسېدنې او په تړاو یې د اجرااتو د ډاډ د ترلاسي په موخه کېږي.

د لویې څارنوالۍ د مشرتابه لومړیتوب عدالت او حقونو ته خلکو لاسرسی دی او دا لیده کاته، د دغه لومړیتوب رښتیاینې ته لاره هواروي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS