له وظیفوي واک څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په تور دوه کسان په مجازاتو محکوم شول

Hussain_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۰ - ۱۱:۴۰
ago

له وظیفوي واک څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په تور دوه کسان په مجازاتو محکوم شول

د انتقالاتو د لوا کنډک قوماندان محمد نذیر د محمد اکبر زوی او د مهران شرکت رئیس محب الله د میرزا جان زوی له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتداییه محکمې له خوا د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ پر ۹ په علني ډول محاکمه شول.

د مؤظف څارنوال د صورت دعوا پر اساس، محمد نذیر له وظیفوي واک څخه د ناوړه ګټه اخیستې او اوپراسیون د پلان پر خلاف، ۲۶۰ موټرې د هرات له شوراب ولسوالۍ څخه هلمند ته انتقال کړې دي، په داسې حال کې چې اړوندو آمرانو ورته د ۱۵۰ موټرو د انتقال ویلي وو.

د قضيې مؤظف څارنوال د صورت دعوا له ترتیب او د اسنادو له راټولو وروسته له قضايي پلاوي څخه تورن کسانو ته له وظیفوي واک څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په تور د جزا کوډ ۴۵۳ او ۴۰۳ مادو او د جزايي اجرااتو قانون د ۲۰۹ مادې پر اساس د مجازاتو غوښتنه وکړه.

د دغې جلسې قضايي پلاوي محمد نذیر له وظیفوي واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور، د جزا کوډ د ۲۸۵ مادې د دویمې فقرې، د ۲۱۵ مادې دویمې فقرې څلورم بند او د جزا کوډ د ۱۷ مادې له مخې په شپږ میاشتو تنفیذي حبس په مجازاتو محکوم کړ.

د دغې ناستې د قضايي پلاوي د پرېکړې پر اساس، محب الله له وظیفوي واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د شراکت په تور، د جزا کوډ د ۲۸۵ مادې دویمې فقرې، د همدغه کوډ د ۵۷ او ۱۷ مادې او د ۱۴ مادې د دویمې فقرې او همداراز د جزايي اجرااتو قانون د ۲۳۷ مادې پر اساس په یو کال او دوه میاشتې تنفیذي حبس او د ۲۱۷ زره او ۸۰۰ امریکايي ډالرو د سپارنې په نقدي جزا په مجازاتو محکوم شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS