له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه د همغږۍ ګډه ناسته وشوه

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۶/۱۲/۲ - ۱۴:۳۳
229

له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنيوي، د ماشومانو د سرغړاویو او بشري حقونو د ملاتړ مرستیالۍ، د کابل عسکري استیناف څارنوالۍ ریاست او د ۱۰۱ آسمايي زون قوماندانۍ تر منځ له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه د همغږۍ ګډه ناسته د ۱۳۹۶ کال د کب پر دویمه د کابل د عسکري استیناف څارنوالۍ ریاست کې وشوه.

په دغه ناسته کې د کابل ولایت د عسکري استیناف څارنوالۍ رئيس محمد نواب احمدزي، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي، د ماشومانو د سرغړاویو او بشري حقونو د ملاتړ مرستیالې مشاور عبدالحمید صمدي او د کابل ۱۰۱ آسمايي زون قوماندانۍ حقوقي عمومي مدیر مل پاسوال عبدالغفور قیام او د یادو ادارو گڼو نورو کارکوونکو ګډون کړی و.

په یاده ناسته کې محمد نواب احمدزي ښځینه پولیسو ته په خطاب کې وویل، چې تاسې له دودیزو محدودیتو سره سره بیا هم د ښځو د حقونو د دفاع په موخه د پولیسو په کرښه کې په دنده بوختې یاستې او دا د ویاړ خبره ده.

نوموړي زیاته کړه، په نننۍ ناسته کې د راغونډو شویو ادارو تر منځ همغږي له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي سبب کېدای شي او موږ باید په دې برخه کې پوره همکار واوسو.

له دې سره سم عبدالحمید صمدي له ښځو سره تاوتریخوالي ته په اشارې سره وویل، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي، د ماشومانو د سرغړاویو او د بشري حقونو د ملاتړ مرستیالۍ له لوري یو پلاوی ټاکل شوی، چې د کابل ښار له حوزو څخه له ښځو سره د تاوتریخوالي د قضیو شمېر ترلاسه او علتونه يې روښانه کړي او د دغو ستونزو د حل لارې چارې ومومي.

له دې سره سم مل پاسوال عبدالغفور قیام وویل، هېوادوال د ښه سلوک تږي دي او که د حوزو آمرین او کارکوونکي له هېوادوالو سره ناوړه سلوک وکړي او قانوني چلند به ورسره وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS