له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد د عامه پوهاوي پروګرام په معارف وزارت کې ترسره شو

hdsadmin
دوشنبه ۱۳۹۶/۱۲/۱۴ - ۱۵:۵۱
9

له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد د عامه پوهاوي یو ورځنی پروګرام د معارف وزارت کارکوونکو ته ترسره شو.

دا پروګرام د ۱۳۹۶ کال د کب پر څوارلسمه له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنيوي، د ماشومانو سرغړونو او د بشري حقونو د ملاتړ مرستیالۍ او د نړیوالو حقوقو پرمختیایي سازمان IDLO)) په ملاتړ د دغه وزارت د بېلابیلو برخو کارکوونکو ته جوړ شوی و. له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي، د ماشومانو د سرغړونو او د بشري حقونو د ملاتړ مرستیالۍ له ښځو سره د تاوتریخوالي د کمولو آمرې عاطفې حرمت په یاده غونډه کې وویل، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي تر ټولو عمده لامل د خلکو له قانونه په تېره بیا له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد له قانون څخه ناخبري ده. اغلې حرمت زیاته کړه:«موږ هڅه کوو، چې د عامه پوهاوي پروګرامونه په مرکز او ولایتونو کې ټولو دولتي او نادولتي ادارو ته وغځوو.»

له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد، د ماشومانو سرغړونې او د بشري حقونو د ملاتړ مرستیالي هڅه کوي، چې د زده کړو او عامه پوهاوي او همدارانګه دې ته ورته نور پروګرامونو پيل او د ښځو د حقوقي پوهاوي کچه لوړه کړي، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي کچه کمه شي. د یادونې وړ ده، چې دا ډول پروګرامونه به ولایتونو ته هم وغځېږي.

 

                                                            

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS