له کابل څرخي پله زندانه ۳۶۳ بندیان ازاد شول

hdsadmin
جمعه ۱۳۹۷/۳/۲۵ - ۱۵:۵۱
2

له کابل څرخي پله زندانه د ۲۳ مېرمنو په ګډون ۳۶۳ بندیان د جمهور رئيس د اتمې ګڼې فرمان له مخې چې د کوچني اختر په مناسب صادر شوی، د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي پر ۲۵ له بنده ازاد شول.

د دوی د ازداېدو پر مهال پر احکامو د تنفیذ او د حبس بدیل څارنوالۍ او د بخښنې او بند کمونې د فرمانونو د کمېسیون رئيس څارنیال محمد اسعد ساپي، د څرخي پله زندان عمومي رئيس محمد تواب احمدزي او د بخښنې او بند مودې د کمونې فرمانونو د کمېسیون غړو حضور درلود.

پر احکامو د تنفیذ او د حبس بدیل څارنوالۍ او د بخښنې او بند کمونې د فرمانونو د کمېسیون رئيس څارنیال محمد اسعد ساپي خوشې کېدونکو بندیانو ته د لوی څارنوال پيغام واوراوه.

په دغه پيغام کې لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي بندیانو ته د ازاد ژوندانه مبارکي ورکړې وه او زیاته کړې يې وه، چې دوی هڅه کوي، په کم وخت کې دا ډول فرمانونه پلي کړي.
د لوی څارنوال په پيغام کې د هېوادوالو پر انساني کرامت او د جمهوري ریاست د فرمانونو پر دقیق او قانوني پلي کېدنې ټینګار شوی و. لوی څارنوال په خپل پيغام کې له بندیانو غوښتي، چې تر ازادېدو وروسته دې د ټولنې نظم ته پام وکړي، چې بیا د مجرم په توګه بندي نه شي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال د بندیانو او د هغوی د کورنیو حقونو ته په درناوي سره ویلي، د بندیانو د بخښنې او بند مودې د کمونې فرمانونو تر صادرېدو وروسته په چټکۍ سره پلي کېږي، چې د دغه فرمان نه ګټه اخیستونکي بندیان ژر تر ژر ترې ګټنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمهور رئيس د روان کال د لومړۍ ګڼې فرمان له مخې هم چې د مجاهدینو د بري په مناسبت صادر شوی و، د هېواد په مرکز او ولایتونو کې پلی کړی دی او پر بنسټ يې ځينې بندیان خوشې شوي او د ځینو د بند موده کمه شوې ده.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS