لويې څارنوالۍ د استیناف څارنوالیو د اداري آمریتونو ازموینه واخیستله

hdsadmin
یکشنبه ۱۳۹۷/۷/۸ - ۱۶:۵۱
28

د لويې څارنوالۍ د بشري سرچینو د پراختیا عمومي ریاست د ۳۳ ولایتونو د استیناف څارنوالیو د اداري آمریتونو ازموینه د ۱۳۹۷ کال د تلې پر اتمه واخیسته. دا ازموینه د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمېسیون د استازیو په حضور او د ملکي خدمتونو له انستیتیوت سره په همغږۍ د دغه انستیتوت په تالار کې واخیستل شوه.

د دغې ازموینې په پرانیسته کې د لویې څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال وحیدالدین ارغون وویل، چې په اداره کې د اصلاحاتو راوستنه یو مهم اصل او اړتیا ګڼل کېږي او لویه څارنوالي دغه اصل ته په ژمنتیا سره نن د ولایتونو د اداري آمریتونو ازموینه اخلي.

ښاغلي ارغون زیاته کړه: «دغو بستونو ته ۱۵۶۵ کسانو غوښتنلیکونه سپارلي وو، چې په پایله کې يې  په شرایطو برابر ۳۴۸ کسانو وکولای شول، ازموینې ته لاره ومومي او له دې جملې به ۳۳ کسان په ولایتونو کې د مالي آمرینو په توګه وګومارل شي.»

د لويې څارنوالۍ د مالي او اداري مرستیال په وینا، دا ازموینه په ولایتونو کې په مالي او اداري برخه کې د کاري ظرفیت لوړونې، کار اهل کار ته سپارنې او د غوره او وړ کارکوونکو د ګومارنې په موخه اخیستل کېږي.

په ورته مهال کې د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئيس محمد ناصر همت په ازموینه کې پر روڼتیا ټینګار وکړ او ژمنه يې وکړه، چې هېچا ته به د ازموینو په پایله کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

ښاغلي همت زیاته کړه، چې موږ له خدای او ولس سره د تعهد پر اساس د افغانستان خلکو ته خدمت کوو او د همدغه تعهد له مخې کار اهل کار ته سپارو.

د یادونې وړ ده، چې لویې څارنوالۍ د چارو د ښه ترسراوي او د وړ کسانو د ګومارنې په موخه د روان کال په وږي میاشت کې هم له نظامي څارنوالانو یوه ازموینه اخیستې وه.

 

 

 

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS