لويې څارنوالۍ د پسرلي په راتګ په دغه اداره کې نیالګي کېنول

hdsadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۶/۱۲/۱۵ - ۱۴:۱۹
224

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي د لويې څارنوالۍ په دارالامان ودانۍ کې د ۱۳۹۶ کال د کب پر شلمه د پسرلي په راتګ یو شمېر نيالګي کېنول.

د دغو نیالګیو د کېنولو پر مهال د لويې څارنوالۍ مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی و.

لويې څارنوالۍ په دغه اداره کې نژدې ۲۰۰ نیالګي کېنولي او په پام کې لري، چې د دغې ادارې په دارالامان او نوي ښار ودانيو کې هم ورته زینتي بوټي او ګلان کېنوي.

د یادونې وړ ده، چې د لويې څارنوالۍ د نوې رهبرۍ په راتګ سره د نورو لاسته راوړنو تر څنګ د دغې ادارې په زرغونتیا کې هم خورا مثبت بدلون راغلی او لا هم هڅه کېږي، چې د ګلانو، بوټو او ونو په کرلو سره د لویې څارنوالۍ انګړ لا زرغون کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS