لویه څارنوالي د اداري فساد سره د مبارزې لپاره کلنی پروګرام جوړوي

hdsadmin
دوشنبه ۱۳۹۶/۴/۱۹ - ۱۵:۳۹
70

د اداري فساد سره د مبارزې لومړنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ د چنګاښ میاشتې په ۱۹مه نېټه د لویې څارنوالۍ د پلان او پالیسۍ رئیس عبدالله ابراهیم خېل په مشرۍ او د دې ادارې د څو تنو استازو په ګډون په دارالامان کښې د لویې څارنوالۍ په ودانۍ کښې ترسره شوه.

په دې غونډه کښې د اداري فساد د منځه وړلو په اړه تفصیلي بحث وشو.  په دې غونډه کې ګډونوالو د لویې څارنوالۍ د دفتر څخه د فساد له منځه وړلو لپاره غوره لار، د څارنوالانو د کار څخه څارنه او ارزونه بولي. د ګډونوالو په باور د ظرفیت او وړتیا پر بنسټ د کارکوونکو ټاکل کولاي شي د اداري فساد د له منځه وړلو کې مهم رول ولوبوي.

له بلې خوا په آزموينه اخېستو کښې د لویې څارنوالۍ د مسلکي برخې کارکوونکو د ګډون په هکله د غونډې غړو جدي ټینګار وکړ، او زیاته یې کړه چې د دغه کارکوونکو آزموینه باید په حضوري بڼه واخېستل شي.  

د غونډې بله مهمه موضوع دا وه چې د امنیتي کمرو نصبول او د بریښنايي حاضرۍ سیسټم منځ ته راوړل د فساد د له منځه وړلو کښې مرسته کوي چې په هکله یې ټینګار وشو.

په ناسته کښې د (C.B.R) په پروسه کښې د ظرفیت جوړونې چټک بهیر په هکله هم یادونه وشوه. د غونډې غړو ټينګار وکړ چې په دې برخه کې باید عملي ګامونه پورته شي.

په ولایاتو کې د تورنو کسانو لپاره د مدافع وکیلانو د ټاکلو په هکله خبرې وشوې. د نوموړو په باور د مدافع وکیلانو نه شتون په ولایاتو او د هېواد په لرو پرتو سيمو کښې اداري فساد او ناوړه ګټو اخېستلو ته لار برابروي.

د دې غونډې غړو یادونه وکړه چې د هېوادوالو د شکايتونو د ترلاسه کولو لپاره باید لویه څارنوالي  د اړیکو ټینګولو لپاره دوه وړیا شمېرې د خلکو په چوپړ کښې وړاندې کړي. د غونډې د غړو په باور د دې امر په لاسته راوړنې سره خلک کولای شي چې خپلې ستونزې لویې څارنوالۍ سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS