دوه کسان له افغانستانه متحده عربي اماراتو ته د ۴۱.۳۷۵ کیلوګرامه طلا د قاچاق په تور بري‌الذمه وپېژندل شول

yama_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۹:۲۶
بری الذمه

بشیراحمد صدیقي د نصیراحمد زوی او محمدرفیع بها د غلام‌بهاالدین زوی چې په مخکېني حکومت کې د ۴۱.۳۷۵ کیلوګرامه سرو زرو (طلا) د قاچاق په تور محکوم شوي وو، د ا.ا.ا سترې محکمې له خوا بري‌الذمه وپېژندل شول.

محمدرفیع بها او بشیراحمد صدیقي د ۱۳۹۶ کال د زمري پر ۱۳مه د امریکا استخباراتي ګروپ (سیګار) له خوا په بګرام هوايي ډګر کې متحده عربي اماراتو (دوبۍ) ته د نهه شمشه سرو زرو خښتو د لېږد پر مهال ونیول شول او نسبتي دوسیه یې د مخکېني حکومت له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدايي محکمې ته ولېږل شوه.

نوموړي مرکز د ۱۳۹۸ کال د تلې پر ۳۰مه یاد کسان په څلور کاله تنفیذي بند او د سل – سل زره افغانۍ په ورکړې او دغه راز د ۴۱.۳۷۵ کیلوګرامه سرو زرو پر مصادرې محکوم کړي وو.

د ا.ا.ا له بریا وروسته یاده قضیه د ریاست الوزرا‌ء عالي مقام او سلسلتاً لوی څارنوالۍ، د کابل مرافعه محکمې او په پاېله کې یې دوسیه د سترې محکمې دارالافتاء محکمې ریاست ته ولېږل شوه او نوموړې محکمې د ۵۰۳ شمېرې د ۴/۱۱/۱۴۴۴ نېټې په فتوا کې د ۴۱.۳۷۵ کیلوګرامه طلا په استراداد حکم وکړ او دغه راز محمدرفیع بها د غلام‌بهاالدین زوی او بشیراحمد صدیقي د نصیراحمد زوی ممنوع‌الخروجي او دخولي یې رفع او هغوی یې بري‌الذمه وګڼل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS