لویه څارنوالي کې ۱۳۰ کانکس خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۲ - ۱۳:۲۰
connex

په لویه څارنوالي کې د ۱۳۰ کانکس خونو د جوړېدو چارې د ۱۳۹۷ کال د مرغومي پر ۱۲ بشپړې او دا خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د دغو کانکس خونو په پرانیسته کې د هېواد لوی څارنوال، د لويې څارنوالۍ مرستیالانو او رئيسانو ګډون کړی و.

ټاکل شوې ده، چې دغو خونو ته د اداري فساد پر ضد د مبارزې مرستیالي چې په دې وروستیو کې د لويې څارنوالۍ په تشکیل کې زیاته شوې، راولېږدول شي.

د دغو کانکس خونو په پرانیسته کې لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي وویل، چې د لویې څارنوالۍ کارکوونکي له امنیتي ننګونو سره سره د افغانستان د خلکو چوپړ ته چمتو دي او موږ ورته د خپلو چارو په ترسراوي کې توفیق غواړو.

ښاغلي حمیدي زیاته کړه: «د اداري فساد پر ضد د مبارزې د مرستیالۍ په ایجادونې سره د خلکو په زړونو کې یوه هیله غوړېدلې او له نېکه مرغه نن د دغې مرستیالۍ د کارکوونکو د چارو ترسراوي لپاره کارخونې پرانیزو.»

په ورته وخت کې د لوی څارنوال مالي او اداري مرستیال وحیدالدین ارغون د دغو کانکس خونو پرانیسته د اداري فساد پر ضد د مبارزې مرستیالۍ کارکوونکو ته د عدالت د تأمین او د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ګټور ګام وباله.

نوموړي وویل: «دا کانکس خونې په درې پوړونو کې د بلاک په ډول په معیاري توګه جوړې شوې، چې د زلزلې او تودوخې د کموالي او زیاتولي پر وړاندې هم مقاومت لري.»

د لوی څارنوال مالي او اداري مرستیال له امنیتي ننګونو څخه خونديتوب، د کاري اسانتیا او روڼتیا رامنځته کول او د اجرااتو د بهیر چټکوالی د دغه کانکس خونونو د جوړېدو ګټې وبللې.

د یادونې وړه ده، چې دا کانکس خونې له ټولګټو وزارت څخه رالېږدول شوې او   ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS