لویه څارنوالۍ کې د اساسي قانون د تصویب ملي اوونۍ ونمانځل شوه

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۵ - ۱۰:۲۱
قانون اساسی

لویې څارنوالۍ د اساسي قانون د تصویب ملي اوونۍ، د یادې ادارې د دارالامان ودانۍ د مسلکي زده کړو انستیتوت کې د ۱۳۹۸ کال د مرغومي پر ۲۴ ونمانځله. په دغه غونډه کې د لویې څارنوالۍ سرپرست او د لوی څارنوال د قضایي تعقیب چارو مرستیال ډاکتر غلام حیدر علامه، عسکري چارو کې د لوی څارنوال مرستیال ډګر جنرال عبدالفتاح عزیزي، مالي چارو کې د لوی څارنوال مرستیال وحیدالدین ارغون، د اساسي قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمېسیون غړي او منشي قاضي محمد عارف حافظ او د لویې څارنوالۍ ځينو رئیسانو ګډون کړی و.

قضایي تعقیب چارو کې د لوی څارنوال مرستیال ډاکتر علام حیدر علامه په دغه غونډه کې وویل، د افغانستان اساسي قانون یو مهم او ارزښتمند تقنیني سند دی، چې د ډېری قوانینو په رأس کې ځای لري.

ښاغلي علامه د اساسي قانون پر اهمیت ټينګار وکړ او ویې ویل: «اساسي قانون هغه سند دی چې د حکومت پر مشروعیت ټينګار او د افغانستان د خلکو د ټولنیز تړون او ملي مثاق په توګه کار کوي.» د نوموړي په خبره، د اساسي قانون رعایت چې د ټولو قوانینو په سر کې ځای لري، د ټولو خلکو مکلفیت دی.

د ښاغلي علامه پر باور، هغه هېوادونه چې د منظم چلن او له یو فکره برخمن دي، تل په دې هڅه کې دي، چې څه ډول اساسي قانون په ښه توګه په هېواد کې پلی او د اساسي قانون له مخې دولت او ملت په یو منظم تګلوري حرکت وکړي. نوموړي په ټولو چارو کې اساسي قانون ته پاملرنه د پرمختللو هېوادونو د پرمختګ لوی عامل وباله او په خبره یې، لویه څارنوالي تل هڅه کوي، څو په خپلو کړنو کې د اساسي قانون ټول اصول مرعات کړي.

په ورته مهال کې د لوی څارنوال د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون، په دغه پروګرام کې د افغانستان اساسي قانون د سیمې هېوادونو په کچه یو غوره او هراړخیز قانون وباله او ویې ویل: «د افغانستان اساسي قانون د ټولو اتباعو حقوق او وجایب یو شان بیان کړي دي.» ښاغلي ارغون، په ورته ناستو ټينګار وکړ او په دا ډول ناستې یې د اساسي قانون د تطبیق لپاره ګټورې وبللې.

قانون اساسی

له بلې خوا، د اساسي قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمېسیون غړي او منشي قاضي محمد عارف حافظ، په دغه پروګرام کې له لویې څارنوالۍ مننه وکړه، چې هر کال د اساسي قانون د تصویب ملي اوونۍ نمانځي. هغه وویل، افغانستان یو له هغه هېوادونو دی چې د سلو کالو راپدې خوا اساسي قانون لري او دا قانون یې د هېواد لویه معنوي سرمایه وبلله. ښاغلي حافظ د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه: «د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون مسؤول دی څو په ټولو دولتي او نادولتي ادارو کې د اساسي قانون د تطبیق او نقض وڅېړي او پایلې او لاسته راوړنې یې د راپور په شکل ولسمشر ته وړاندې کړي.»

قانون اساسی

همداراز د لویې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو انستیتوت رئیس ډاکتر عزیز الله فصیحی په دغه پروګرام کې په اساسي قانون کې د عدلي او قضایي بنسټونو پر موقف خبرې وکړې او ویې ویل: «عدلي او قضایي بنسټونه د اجرایې قوې یوه برخه او په خپلو کړنو کې خپلواکه ده.» د نوموړي په باور، د محاکمه یي سیسټم له مخې، عدلي او قضایي بنسټونه د مختلط محاکماتي نظام تابع دي.

د یادونې وړ ده، چې د اساسي قانون د تصویب ملي اوونۍ په ولایتي استیناف څارنوالیو کې هم ونمانځل شوه او په غونډو کې یې د اساسي قانون د رعایت او په ټولنه او دولت کې د هغه پر اهمیت خبرې شوې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS