لویه څارنوالۍ کې د حقوقي زده کړیالۍ (د څارنوالۍ ستاژ) آزموینه واخېستل شوه

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۷ - ۲۱:۳۹
05

دا آزموینه د ۱۳۹۸ کال د وږې پر اوومه د مسلکي زده کړو انستېتوت په تالار کې د لویې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون، د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئیس محمد ناصر همت، د کنترول او مراقبت څارنوالي عمومي رئیس محمد نواب احمدزي، د یادې ادارې د ځينو رئیسانو او د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د ښوونکو په حضور واخېستل شوه. په دغې آزموینه کې له مرکز او ولایتونو څخه د لویې څارنوالۍ ۱۹۷ کارکوونکو ګډون کړی و.

02

د لویې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون په دغه پروګرام کې وویل: « د یوې باخبره او قانوني ټولنې لپاره زده کړه د خلکو په کړنلاره او ذهنیت کې مثبت بدلون راولي.» د ښاغلي ارغون په خبره، د څارنوالانو مسلکي او حقوقي زده کړې او ځیرکي د عدالت د ټینګښت په برخه کې د خلکو باور زیاتوي. نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره ټینګار وکړ، چې لویه څارنوالي هڅه کوي، د بېلابېلو ښوونیزو پروګرامونو له لارې د یادې ادارې د کارکوونکو ظرفیت لوړ کړي. د ده په خبره، د یادې ادارې د کارکوونکو یوه برخه اوس هم د هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې د لیسانس او ماسټرۍ په کچه په زده کړو بوخت دي.

د نوموړي د وینا پر بنسټ، د حقوقي زده کړیالۍ (ستاژ) آزموینې ته د ښځینوو په ګډون ۲۶۷ کسانو نوم لیکنه کړې وه، چې د قانوني معیارونو له مخې، له یاد شمېر کسانو څخه د ۴۱ ښځو په ګډون ۱۹۷ کسان د آزموینې په شرایطو برابر و.

06

په ورته مهال کې، ګډونوالو د آزموینې بهیر له څارنې، روڼوالي او  د مسؤولانو له غوره چلند څخه هم خوښي څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده، چې د دغې آزموینې پوښتنې د ټاکل شوې کمېټې له خوا په دوو ملي (پښتو او دري) ژبو ترتیب شوې وې او د آزموینې په پایله کې به یوازې ۹۰ بریالي کسان د یو کال لپاره د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز کې وروزل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS