لویه څارنوالۍ کې د قرآن عظیم الشان ختم وشو

hdsadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۶/۱۱/۱۰ - ۱۴:۴۰
174

د لویې څارنوالۍ د دارالامان په ودانۍ کې د کابل او ځینو نورو ولایتونو د وروستیو پېښو قربانیانو ته د دعا په موخه د قرآن عظیم الشان ختم وشو.

د قران عظیم الشان دا مراسم د لويې څارنوالۍ د مرستیالانو، رئيسانو او ځینو نورو کارکونکو په ګډون د ۱۳۹۶ کال د سلواغې پر لسمه ترسره شول.

د دغه ختم ګډونوالو شهیدانو ته د جنت، ټپیانو ته ژر تر ژره شفا او د شهیدانو کورنیو ته له خدایه د جمیل صبر غوښتنه وکړه.

له دې سره سم د کابل عسکرۍ څارنوالۍ ریاست هم په همدی مناسبت د قرآن عظیم الشان ختم وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد جمهوري ریاست د وروستیو پېښو له امله د یک شنبې ورځ ملي ماتم او د دوشنبه ورځ یې په کابل کې عمومي رخصتي اعلان کړې وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS