لویه څارنوالۍ کې د مور په شیدو د تغذیې نړیواله اوونۍ ونمانځل شوه

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۶ - ۹:۴۰
برنامه تغذیه از شیر مادر

 په دغه پروګرام کې چې د ۱۳۹۸ کال د وږي پر پنځمه د مسلکي زده کړو انستیتوت په تالار کې جوړ شوی و، د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي د ابتدایه څارنوالۍ رئیسې شازیې عباسي، د جنډر رئیسې لیدا حیدري، د یادې ادارې ځینو رئیسانو، د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې ریاست د ظرفیت جوړونې او همغږۍ ارشد مسؤول او د یاد وزارت ځینو کارکوونکو ګډون کړی و.

د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي د ابتدایه څارنوالۍ رئیسې شازیې عباسي په دغه پروګرام کې وویل، چې د مور په شېدو تغذیه د ماشومانو د ذهني او فزیکي ودې او روغ بدن د ساتنې په برخه کې مرسته کوي. آغلې عباسي زیاته کړه: «د مور شیدې د لومړني واکسین په توګه کار کوي او ماشوم له انتاني ناروغیو څخه ژغوري.» د هغې په خبره، د مور په شیدو سره د تغذیې د نړیوالې ورځې له نمانځنې موخه دا ده، چې د مور په شیدو د ماشومانو تغذیه دود شي.

آغلې عباسي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، چې میندې د ماشومانو د سالمې تغذیې لپاره د پلار، کورنۍ د غړو، ټولنې او حکومت نږدې ملاتړ ته اړتیا لري. د عباسي په خبره، یوازې د مور په شېدو د تغذیې د نړیوالې اوونۍ په نمانځنه باید بسنه ونه شي؛ بلکې د بېلابېلو پروګرامونو د جوړنې له لارې دې هڅې وشي، چې په دې برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي. همداراز آغلې عباسي په دې برخه کې د رسنیو رول هم اغېزناک وباله.

د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي د ابتدایه څارنوالۍ رئیسې شازیې عباسي ادارې مکلفې وبللې، ترڅو میندو ته مناسب کاري چاپېریال او شرایط  برابر او د شیدو ورکونې او ولادي رخصتیو قانون ته پاملرنه وکړي.

په ورته مهال کې د لویې څارنوالۍ د جنډر رئیسې لیدا حیدري دا پروګرام د ښځو لپاره ځانګړی او بې ساري وباله او د یاد پروګرام له ګډونوالو یې وغوښتل، چې  ښځو ته د اړتیا وړ امکاناتو د برابرونې او ښه کاري چاپېریال د خوندیتوب په برخه کې له یاد ریاست سره همکاري وکړي.

پ

له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت جوړونې او همغږۍ ارشد مسؤول ډاکتر وفی الله حناني په دغه پروګرام کې وویل، چې د مور په شیدو سره د ماشومانو تغذیه د دوی د مړینې مخنیوي کوي. نوموړي د مور په شیدو د تغذيي د دودولو لپاره له ټولو ادارو وغوښتل، چې په دې برخه کې له عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي. د نوموړي په خبره، عامې روغتیا وزارت د ماشومانو د سوء تغذي د مخنیوي په موخه په هر روغتیایي مرکز کې د تغذیي یو یو مشاور په دنده ګمارلی، ترڅو میندو ته د شېدو خوړونکو ماشومانو او خپله د میندو د تغذیې په اړه مشورې ورکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS