لویه څارنوالۍ کې د ورستیو شهیدانو د روح د خوشحالۍ لپاره د قران کریم ختم وشو

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۹ - ۱۵:۴۷
khatm

دا مراسم د لویې څارنوالۍ د وروستیو شهیدانو د درناوي په پار چې په مرکز او ولایتونو کې په شهادت رسېدلي و، د ۱۳۹۸ کال د لړم پر ۲۹ د لویې څارنوالۍ دارلامان ودانۍ په جومات کې ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، د لویې څارنوالۍ مرستیالانو، رئیسانو او د یادې ادارې یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی و.

د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په دغه پروګرام کې وویل، چې د څو وروستیو اونیو په ترڅ کې زموږ یو شمېر همکاران او دوستان په هدفي ډول شهیدان او ټپیان شوی دي. ښاغلي حمیدي د شهیدانو د کورنیو زغم او استقامت ته په درناوي سره زیاته کړه: «کله چې د خپلو کارکوونکو د شهادت خبر اورم او له کورنیو سره یې اړیکه نیسم، ګورم چې کورنۍ یې په پوره حوصله، زغم، او عظمت سره ویاړي، چې د کورنۍ یوه غړي یې د هېوادوالو د خدمت او د عدالت د ټینګښت په برخه کې خپل ځان له لاسه ورکړی او په شهادت رسېدلی، واقعا د دوی زغم، حوصله او ویاړنه د درناوي وړ ده. د دوی دا روحیه موږ ته توان راکوي، چې له هېوادوالو سره خپلې کړیې ژمنې پوره کړو.» د ښاغلي حمیدي په خبره، د دغې ادارې د کارکوونکو شهادت د عدالت د ټينګښت، د قانون واکمنۍ او له ظالم څخه د مظلوم د حق اخېستنې له امله دی.

khatm

ښاغلي حمیدي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه: «د یادې ادارې د کارکوونکو شهیدانول، خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې د دغې ادارې ټينګ عزم او هوډ ته زیان نشي اړولای او موږ هم د عدالت د پلي کولو او د قانون د واکمنۍ لپاره په کلکه ولاړ یو.» د ښاغلي حمیدي په خبره، د لویې څارنوالۍ مسؤولیت عدالت کړل دي، احساسات، کینه او غوسه د یادې ادارې په تصمیم نیونه کې ځای نلري.

د هېواد د لوی څارنوال په باور، دا یوه باورمنده، غیرسیاسي، خپلواکه او بې پرې اداره ده، چې تګلاره او سیاست یې پر عدالت ولاړ دي. د نوموړي په خبره، د دغې ادارې د کارکوونکو د امنیت د ټینګښت او خوندیتوب لپاره جدي هڅې ترسره شوې او په دې برخه کې تل له امنیتي مسؤولانو سره همغږي او په اړیکه کې دي. د هغه په خبره، د یادې ادارې د کارکوونکو د امنیت د ټینګښت لپاره د یادې ادارې د عالي شورا فوق العاده ناسته هم شوې ده او د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره به له ټولو هغه امکاناتو چې په لاس کې یې لري ګټه واخلي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS