لویه څارنوالۍ کې د وزارتونو او دولتي خپلواکو ادارو د جنډر مسؤولانو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۴ - ۱۴:۱۵
برنامه جندر

دا ناسته د ښځو چارو وزارت په همکارۍ د لویې څارنوالۍ د ښځو د ملاتړ ریاست له خوا، د ۱۳۹۸ کال د مرغومي پر درېیمه د مسلکي زده کړو انستیتوت په تالار کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د لوی څارنوال د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون، د ښځو چارو وزارت د پالیسۍ او مسلکي برخې مرستیالې شپوږمۍ وردګ، د لویې څارنوالۍ ځينو رئیسانو او د وزارتونو او دولتي خپلواکو ادارو د جنډر مسؤولانو ګډون کړي و.

د لوی څارنوال د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون په دغه پروګرام کې وویل، چې ښځې د انساني ټولنې یوه ځلا لرونکې او اغېزناکه برخه ده او په حکومتولۍ کې د دوی له ونډې پرته هېڅ پرمختګ ممکن نه دی. د ښاغلي ارغون په خبره، په همدې موخه لویه څارنوالي مکلفه ده څو عدالت تأمین او قانون حاکم کړي.

وحید الدین ارغون

نوموړي په دغه اداره کې د ښځو د ونډې په تړاو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «لویه څارنوالۍ کې د ښځو ونډه زیاته شوې، ښه کاري چاپېریال ورته برابر شوی او د دوی د ظرفیت لوړنې په برخه کې هم ډېرې هڅې شوې دي.» د هغه په خبره، په دغې اداره کې د جنډر برابرښت ته پوره پاملرنه شوې چې له امله یې اوسمهال لویه څارنوالۍ کې ۱۴ ښځې د ریاست او یوه هم د مرستیالۍ په کچه دنده پر مخه وړي.

د لوی څارنوال د مالي او اداري چارو مرستیال د خپلو خبرو په دوام سره وویل، چې یادې ادارې د بشري ځواک د متوازن پرمختګ د پیاوړتیا، د ښځو د ملاتړ او په یاده اداره کې د دوی د ونډې زیاتوالي په موخه د بېلابېلو پروګرامونو او پالیسیو پر بنسټ، اجراایي کړنلارې وضع کړې دي.

په ورته مهال کې د ښځو چارو وزارت د پالیسۍ او مسلکي برخې مرستیالې سپوږمۍ وردګ، په دولتي ادارو کې د ښځو د ظرفیت لوړونه او د جنسیتي عدالت تأمین د یادې ناستې موخه وبلله او ترڅنګ یې د ښځو د ظرفیت لوړونې او جنستي عدالت د تأمین په برخه کې د لویې څارنوالۍ کړنې او لاسته راوړنې وستایلې. اغلې سپوږمۍ وردګ وویل: «لویې څارنوالۍ په ټولو ولایتونو کې ښځینه څارنوالانې په دندو ګمارلې، چې دا خپله د قانون حاکمیت او د عدالت تأمینولو په برخه کې مرسته کولای شي.» اغلې وردګ د وزارتونو او دولتي خپلواکو ادارو د جنډر مسؤولانو ته په اشارې سره وویل، چې دوی په ادارو کې مکلفې دي څو د ښځو د ظرفیت لوړونې او جنډر د رعایتونې په برخه کې پوره همکاري او هڅې وکړي . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS