لویې څارنوالي د ۱۴۰۰ مالي کال په مرغومي میاشت کې ۲۱۶ عسکري قضيې څېړلې دي

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۱۱:۷
tamir

په دغو قضیو کې ۹ قضيې د قتل، ۱ د غلا، ۳۲ قضيې د مالي او اداري جرمونو، ۳ قضيې د نشه يي توکو او ۱۷۱ قضيې هم د وسلو د ورکې، د وظیفوي غیابت، وظیفوي غفلت او د  پيسو د حیف و میل د جرایمو په تړاو دي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالي دا قضيې د دغې ادارې د عسکري چارو مرستیالۍ له خوا څېړلې دي.

یادې شوې قضيې د تهامنامو، شواهدو او مدارکو تر ترتیبولو وروسته محکمو ته لېږل شوې دي.

له دې ډلې د ۸۲ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او تورن يې په نقدي جزا او حبس محکوم شوي دي او ۹ قضيې د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او ۱۹۹ هم د تحقیقاتو د بشپړېدا په موخه مسترد شوې دي.

دغو قضیو ته د رسیدګۍ له کبله یو میلیون او ۵۰۵ زره او ۷۴۵ افغانۍ د دولت خزانې ته تحویل شوې او ۱۱۸ میله وسله هم ورسره ضبط شوې ده.

تر ټولو ډېرې جرمي پېښې په کابل، ننګرهار او کندهار کې شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS