لویې څارنوالۍ  په تلې میاشت کې د عسکري برخې ۴۲۱ جنایي قضیې ثبت کړې او څېړلې دي

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۱ - ۱۳:۱۵
ago

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د هېواد د نافذه قوانینو او بشري حقونو په رعایتونې او انساني کرامت ته په درناوي د ۱۳۹۸ کال په تلې میاشت کې د عسکري چارو مرستیالۍ له لارې، د عسکري برخې ۴۲۱ قضیې په بې پرې او خپلواکه توګه ثبت کړې او څېړلې دي.

له یاد شمېر قضیو څخه ۲۳۰ قضیې د دعوې او اتهام نامې له ترتیب وروسته ابتدایي محکمې ته استول شوې، چې په ۷۸ قضیو یې پرېکړه کړې او پاتې نورې یې تر کار لاندې دي.

له دغو جرمي قضیو څخه ۲۸ قضیې د استیناف محکمې له خوا فیصله شوې، د ۷۹ قضیو ابتدایي مراحل بشپړ شوي، ۲۰ قضیې د لازمو او مناسبو دلیلونو د نشتوالي له امله حفظ شوې او ۱۹ نورې مستردې شوې دي.

له یادو قضیو څخه ۴۴ قضیې د ځان وژنې، لواطت، وهنې ډبونې او ګواښ په اړه او همداراز ۱۹۳ نورې د وسلې ورکېدو، له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې، له دندې څخه د غیابت، ټپي کېدو او داسې نورو جرمونو په اړه دي.

په یادو جرمونو کې د نغدي جریمې له امله، یو میلیون او ۵۸۰ زره او ۶۵۱ افغانۍ په لاس راغلې او د دولت په پرېکنده حساب مرکزي بانک ته استول شوې دي.

د وړاندې شوي راپور پر بنسټ، ډېری پېښې په کابل، ننګرهار، بلخ، هلمند او کندهار کې شوې دي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS