لویې څارنوالۍ ته ارزښت لرونکې او پرځای نېوکې د منلو دي

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۳ - ۲۳:۳۹
noor habib jallal

دا خبره د لوی څارنوال د تحقیق چارو مرستیال څارنپوه نورحبیب جلال د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي پر ۲۳مه، د « په عدلي او قضایي بنسټونو کې د خلکو رول او پرانستي عدالت ملي کنفرانس» کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې جوړ شوی و، وکړه.

د لوی څارنوال مرستیال په دغه پروګرام کې وویل، چې لویه څارنوالۍ کې د عدلي خدمتونو وړاندې کول او عدالت ته د خلکو لاسرسی او د لویې څارنوالۍ له اجرااتو څخه خبراوی د پخوا په پرتله ښه شوي دي. د ښاغلي جلال په خبره، د لویې څارنوالۍ رهبرۍ په دوو ورستیو کلونو کې د قانون او عدالت د یو شان تطبیق په برخه کې د هېواد په کچه د پام وړ هڅې کړې دي.

نوموړي په دغه ناسته کې په علني محاکمه او دغه بهیر کې د خلکو پر ګډون ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې لویه څارنوالي د دغه بهیر په پلي کولو کې ټاکونکی رول لري او هڅه کوي، د هېوادوالو اساسي حق چې عدالت دی، تأمین کړي.

jallal

د نوموړي په خبره، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال د ۱۳۹۷ کال په اوږدو کې له څه باندې ۹۰۰۰ کسانو سره مخامخ لیدلي، د دوی ستونزې یې اورېدلې او د حل په موخه یې ورته لازم هدایتونه ورکړي دي. د لوی څارنوال د مرستیال په خبره، دا چارې په دوشنبو ورځو«هغه ورځ چې لوی څارنوال له هېوادوالو سره د مخامخ لېدو لپاره ځانګړې کړې» تر سره شوې دي.

ښاغلي جلال ټینګار وکړ، چې د تکراري ستونزو د مخنیوي په اړه چې په دوشنبې ورځ له لوی څارنوال سره د مخامخ لېدو پر وخت پېژندل شوې، هم جدي تدابير نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د لویې څارنوالۍ رهبرۍ د ستونزو د پېژندلو په موخه «د اداري فساد پر ضد د منبر غږ کنفرانس» جوړ کړ، ترڅو د خلکو او علماوو په واسطه، نه یوازې د اداري فساد، بلکې په ټولو برخو کې د ستونزو د حل لپاره دقیقي او عملي حل لارې چارې په کار واچوي.

د لوی څارنوال مرستیال، د ستونزو د حل په برخه کې د مدني ټولنو رول ارزښناک وباله او زیاته یې کړه، چې دوی کولای شي د یو بې پرې ټولنیز بنسټ په توګه، په ښه ډول ستونزې وپېژني او د یادې ادارې له مسؤولانو سره یې شریکې کړي.

د ښاغلي جلال په باور، کوم شکایتونه چې د یو کس، بنسټ په ځانګړې ډول د مدني ټولنې له خوا لوی څارنوالۍ رسېدلي، مثبت ځوابونه ورکړل شوي او په جدي او هراړخیزه توګه ورته رسیدګي شوې ده.

د تحقیق چارو کې د لوی څارنوال مرستیال زیاته کړه، چې یادې ادارې د ټولنې له بېلابېلو برخو(ښځو، د مدني ټولنو له غړو، متشبثینو، ملي سوداګرو او ځوانانو) سره ناستې کړې او د دوی د مشورو په نظر کې نیولو سره یې د ستونزو او ګواښونو پر وړاندې عملي ګامونه اخېستې دي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، چې د لویې څارنوالۍ رهبرۍ، ولایتي استیناف څارنوالیو ته هدایت ورکړی، تر څو په یاده اداره کې د شفافیت راوړلو په موخه یوه ورځ هېوادوالو ته د راپور ورکونې په موخه وټاکي او د خپلو کړنو او لاسته راوړنو کلنۍ راپور د عالمانو، مدني ټولنو، رسنیو او نورو هېوادوالو په حضور وړاندې کړي.

دا درېیم کنفرانس دی، چې په عدلي او قضایي ادارو کې د خلکو د رول بنسټیز کولو په موخه په همدې نوم جوړیږي. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS