لویې څارنوالۍ ته د پروموټ پروګرام له لوري ۳۶ زده کړندویانې معرفي شوې

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۴ - ۱۵:۲۶
nasiri himat

د پروموټ پروګرام له لوري ۳۶ زده کړندویانې د ۱۳۹۷ کال د کب پر ۱۴ لويې څارنوالۍ ته معرفي شوې.

د نوموړو د معرفۍ په غونډه کې د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئیس محمدناصر همت، د نظامي کادر او پرسونل رئیس، د پروموټ پروګرام استازي او د لويې څارنوالۍ ګڼو نورو مسؤولانو ګډون کړی و.

دا زده کړندویانې به د لویې څارنوالۍ په مختلفو برخو کې درې میاشتې روزل کېږي او د ازموینې تر اخیستلو وروسته به وړ نجونې په دغه اداره کې په دندو وګومارل شي.

د دغو زده کړندویانو د معرفۍ په غونډه کې محمدناصر همت وویل، چې لویه څارنوالي د حکومت د وجدان حیثیت لري او وجدان چې پاک وي، نو جسم هم روغ او سالم پاتېدای شي.

ښاغلي همت زیاته کړه: «موږ په ۳۲ ولایتونو او ۱۶ ولسوالیو کې څارنوالانې لرو، چې په پوره ډاډ سره خپلې دندې پر مخ بیايي او دا د لویې څارنوالۍ د پام وړ لاسته راوړنه بللی شو.»

د ښاغلي همت په وینا، لويه څارنوالي په وروستیو څو کلونو کې وتوانېده، چې په دغه اداره کې د ښځینه کارکوونکو شمېر له ۳ سلنې څخه ۲۰.۹ سلنې ته ورسوي او دا اداره هڅه کوي، چې دا شمېر تر ۲۰۲۰ کال پورې ۲۴ سلنې ته لوړ کړي.

ښاغلي همت د پروموټ پرورګرام زده کړندویانو ته هم یادونه وکړه، چې تر دې مخکې هم د دغه پروګرام له لوري ۱۲۰ زده کړندویانې لويې څارنوالۍ ته معرفي شوې وې او تر ازموینې اخیستلو وروسته يې په لویه څارنوالي ۱۴ زده کړندویانې په دنده وګومارل شوې.

د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئيس زده کړندویانو ته ډاډ ورکړ، چې د ګومارنې په پروسه کې به تاسو ته لومړیتوب درکول کېږي او همداراز موږ راروان کال هڅه کوو، چې د نظامي څارنوالۍ په برخه کې هم د ښځینه کارکوونکو شمېر ۶ سلنه لوړ کړو.

 بل خوا د پروموټ پروګرام استازي محمدنسیم جمالي وویل، پروموټ پروګرام تر دې دمه ۷۰۰ نجونو ته د ملکي خدمتونو په برخه کې کار موندلی او کوښښ کوي، چې تر ۲۰۲۰ کال پورې ۲۱۰۰ نجونو ته مناسبې دندې پیدا کړي.

ښاغلي جمالي زیاته کړه: «کومې زده کړندویانې چې موږ دولتي ادارو ته د روزنې لپاره معرفي کوو، د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري ورته د کاري تجربې یو کلن سند ورکول کېږي او د همدغه سند په مرسته زده کړندویانې کولای شي، بېلابېلو پوسټونو ته نوملیکنه وکړي.»

د یادونې وړ ده، چې پرموټ پروګرام د ۲۰۱۵ له اپرېل څخه د هېواد په پنځو ولایتونو کابل، ننګرهار، هرات، بلخ او کندهار کې فعالیت لري او تر دې دمه يې ۳۰۵۱ نجونې په مالي، کمپيوټر، بشري سرچینو، تدارکاتي او د پروژې د مدیریت په برخه کې روزلې دي.

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS