لویې څارنوالۍ د سالمې ادارې د اساساتو روزنیز پروګرام پيل کړ

hdsadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۶/۱۱/۱۰ - ۱۶:۵۱
10

لویې څارنولۍ د دغې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د سالمې ادارې د اساساتو تر نامه لاندې د ۱۳۹۶ کال د غبرګولي پر لسمه دوه ورځنی روزنیز پروګرام پيل کړ.

دا پروګرام د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت له لوري او د افغانستان د عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام (JSSP) ادارې په مرسته پيل شوی او دوه ورځې به دوام وکړي.

د دغه پروګرام ښوونکي خان رحمان رحماني ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، چې تاسې باید د دغه پروګرام تر پای ته رسولو وروسته په خپلو ادارو کې د پام وړ مثبت بدلونونه راولئ.

د یادونې وړ ده، چې په نوموړي روزنیز پروګرام کې د دغه ادارې کارکوونکو ته د سالمې ادارې د جوړونې په اړه بشپړه روزنه ورکول کېږي.

هېره دې نه وي، چې لویې څارنوالۍ تر دې مخکې هم د سالمې ادارې د اساساتو دا ډول دوه روزنیز پروګرامونه ترسره کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS