لویې څارنوالۍ د هرات د والي په ګډون د ۲۱ کسانو دوسیې محکمې ته واستولې

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۸:۳۷
والی هرات

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د یادو شویو کسانو د اختلاس قضيې چې له کرونا ویروس سره د ځانګړې شوې بودیجې په لګښت کې په فساد تورن دي، د تحقیق له بشپړولو وروسته د ادراي فساد درنو جرمونو ته د رسیدګۍ ابتداییه محکمې ته ولېږلې.

د هرات والي، د دغه ولایت د عامه ورغتیا رئیس، د ولایتي شورا درې غړي، د تخصیصاتو مامور، د مستوفیت د کنټرول مدیر او کارکوونکی، درې ډاکټران، د کرونا سټاک مسؤول، د اسیا فارما شرکت مرسیتال او استازی، د السید افغان لمېټډ شرکت رئیس، د تسلیمۍ د پلاوي درې غړي، د ارزونې د پلاوي غړی او د کنټرول مدیر د دغې قضيې مظنونین دي.

د دغو کسانو دوسیې د بازرس ادراې له خوا د لا تحقیقاتو لپاره لویې څارنوالۍ ته استول شوې وې. لویې څارنوالۍ دا قضیې د اداري فساد درنو جرمونو سره د مبارزې ځانګړې څارنوالۍ د قانون د تطبیق او د عدالت د تأمین په موخه د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم پر درېیمه درنو جرمونو ته د رسیدګۍ ابتدائیه محکمې ته ولېږلې.

د قضيې د مؤظف څارنوالان د صورت دعوا پر اساس، دغو کسانو په درېیو مواردو؛ د شپږو طبي اقلامو د اخیستلو، یو پایه سي ټي سکن او نورو غیرضروروي وسایلو په اخیستلو کې ۲۰ میلیونه افغانۍ اختلاس کړی دی.

د دغې قضيې مؤظف څارنوال د تحقیق له بشپړولو او صورت دعوا له ترتیب وروسته د قضيې مظنونینو ته له محکمې څخه د غدر او اختلاس اړوند د مجازاتو غوښتنه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم بازرس ادارې د بدخشان، نورستان، هرات او میدان وردګ ولایتونو د کرونا د ځانګړې بودیجې په مصرف کې د اختلاس په تور څلور قضيې د تحقیقاتو لپاره لويې څارنوالۍ ته استولې وې.

د دغو قضیو له ډلې د میدان وردګ او هرات قضيې بشپړې او همداراز د نورستان او بدخشان پر قضیو کار روان دی، چې د څارنوالانو د تحقیق له بشپړېدلو وروسته به يې اطلاعات شریک شي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي ژمنه کوي، چې د قوانینو د حکم په رڼا کې به ټولو قضیو ته رسیدګي کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS