لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۸ مالي کال له پیله تر دې دمه عسکري برخه کې ۲۸۶۳ جنایي قضیې څېړلې دي
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، د ۱۳۹۸ کال له پیله تر دې دمه د عسکري چارو مرستیالۍ له لارې، دوه زره او ۵۳۱ جنایي قضیې د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې په بې پرې، خپلواکه او انساني کرامت ته په درناوي سره څېړلې دي.
دا قضیې د اسنادو، شواهدو او مناسبو مدارکو پر بنسټ د اتهامنامو له ترتیب وروسته محکمو ته استول شوې، چې پر ۴۰۱ قضیه استیناف محکمې پرېکړه کړې، د ۷۹۷ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي، ۶۰۵ د مناسبو دلیلونو د نشتون له امله حفظ شوې، ۲۴۴ اړونده مراجعو ته مستردې او ۳۸۷ نورې واکمنو مراجعو ته استول شوې دي.
له یاد شمېر قضیو څخه ۳۰۰ قضیې د اشخاصو پر وړاندې، ۸۷ د مالونو او عامه دولتي شتمنیو، ۹۷ د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې او پاتې ۲۲۴۰ د بېلابېلو جرمونو په اړه دي.
د دغو قضیو د څېړنې په پایله کې له نغذي سزا څخه ۲۸ میلیونه و ۴۲۲ زره او ۶۵۵ افغانۍ په لاس راغلې او د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.
په راپور کې د راغلې شمېرې له مخې، له یادو قضیو څخه ډېری جرمي پېښې په کابل، ننګرهار، غزني، ارزګان، زابل، هرات او بلخ کې شوې دي.
