لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۸ کال د لړم میاشت کې د عسکري برخې ۵۲۶ جنایي قضیې ثبت کړې او څېړلې دي

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۳ - ۱۴:۴۱
logo

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ د عسکري چارو مرستیالۍ، د ۱۳۹۸ کال لړم میاشت کې د عسکري برخې ۵۲۶ جنایي قضیې د هېواد د نافذه قوانینو او بشري حقونو په رعایتونې، انساني کرامت ته په درناوي او عدالت ته د خلکو د لاسرسي په موخه، په بې پرې او خپلواکه توګه ثبت او څېړلې دي.

له یاد شمېر قضیو څخه ۲۴۶ قضیې د اتهام نامو له ترتیب وروسته ابتدایي محکمې ته استول شوې، چې پر ۸۰ قضیو یې پرېکړه شوې او پاتې یې د همدې محکمې تر کار لاندې دي.

له دې جملې څخه پر ۵۳ قضیو په استیناف محکمه کې پرېکړه شوې، د ۶۰ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي، ۷۱ قضیې د مناسبو دلیلونو د نشتوالي له امله ساتل شوې او ۲۳ نورې مستردې شوې دي.

له یاد شمېر قضیو څخه ۵۳ قضیې د قصدي وژنې، وهنې، ګواښ، لواطت او ځان وژنې او ۲۳۵ نورې له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې، په دنده کې د بې پروایی او غیابت، وسلې ورکونې، ترافیکي پېښو او داسې نورو په اړه دي.

له یادو جرمونو (نغذي جزا، غلا، رشوت او نشه یي توکو) څخه اووه میلیونه او ۲۵ زره او ۴۶۷ افغانۍ په لاس راغلې، چې د دولتي خزانې په پرېکنده حساب بانک ته سپارل شوې دي.

په راپور کې د راغلي شمېرې پر بنسټ، له یادو جرمي پېښو څخه ډېری یې په کابل، ننګرهار، بلخ، هلمند، زابل او هرات کې پېښې شوې دي

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS