لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۹ مالي کال په دوو ربعو کې د قضیو د تعقیب برخه کې ۴۱۲۹ قضیې ثبت او څېړلې دي

ago_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۲ - ۱۱:۱۵
ago

لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۹ مالي کال په دوو ربعو کې د قضیو د تعقیب برخه کې ۴۱۲۹ قضیې ثبت او څېړلې دي

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۹ مالي کال په دوو ربعو کې د دغې ادارې د قضیو د تعقیب چارو مرستیالۍ له خوا څلور زره او ۱۲۹ قضیې ثبت او څېړلې دي.

د دغو قضیو له ډلې ۱۸۷۰ یې د عمدي وژنې، ۱۵۱۳ یې د غلا، ۳۸۹ یې ترافیکي او ۳۵۷ نور یې د اخلاقي جرایمو اړوند دي.

د لویې څارنوالۍ د قضیو د تعقیب مرسیتالۍ د اجرااتو پر بنسټ، د یادو قضیو له ډلې ۹۸۶ قضیې نهایي، ۱۰۹۸ د محاکماتي مرحلو پرېکړو د قناعت وړ او ۴۱۷ نور یې بیا نقض او مسترد شوې دي.

همدارنګه د محکومینو او د هغو مدافع وکیلانو د محکمو پر ۹۹ پرېکړو يې د تجدید نظر غوښتنه کړې، چې له دې ډلې اته یې تایید، ۵۹ یې رد او ۱۶ نور یې مسترد شوې دي.

د محکمو د نهایي پرېکړو د تطبیق او څار له کبله ۱۴۷ پرېکړې د حکم د تطبیق په پایله کې ۱۰۵ یې پلي شوي او ۴۲ نور یې تر کار لاندې دي. همدارنګه د قضیو د تعقیب او د محکمو د احکام د تطبیق په موخه، نهه قراره د تورنو د نیونې او درې قراره  د تورنو د مرور زمان مجازاتو په موخه استول شوې دي.

د قضیو د تعقیب چارو مرستیالۍ د اجرااتو په پایله کې، ۱۲ میلیونه او ۱۶۲ زره او ۲۵۹ افغانۍ او دوه زره او ۵۰۰ امریکایي ډالره په امانت توګه او ۴ میلیونه او ۷۳۷ زره او ۵۹۲ افغانۍ او درې زره او ۶۵۵ امریکايي ډالره د دولت د خزانې قطعي حساب ته لېږل شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS