لویې څارنوالۍ د ۳۴ کسانو په مظنونیت سره د نشه یي توکو ۵۲ قضیې څېړلې او محکمو ته یې استوې دي

له نشه یي توکو سره د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ عمومي ریاست، د ۱۳۹۸ کال د وږي میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د ۳۴ کسانو په مظنونیت سره د نشه یي توکو ۵۲ قضیې څېړلې دي.
د راپور پر بنسټ، دغه ریاست یادې قضیې د څېړنې تر بشپړاوي، د دعوې د اتهام نامې له ترتیب او د جرم د اثبات لپاره د اسنادو، شواهدو او دلیلونو تر راوړنې وروسته؛ محکمو ته استولې دي.
په یاد راپور کې همداراز راغلي دي، چې د ۳۴ کسانو په مظنونیت سره ۲۸ قضیې ابتدایي محکمې ته، ۱۹ قضیې له نشه یي توکو سره د مبارزې ځانګړې استیناف محکمې ته او پنځه نورې د وروستیو پرېکړو په موخه د سترې محکمې د عامه امنیت دیوان ته استول شوې دي.
پر دې سربېره، له نشه یي توکو سره د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ عمومي ریاست په دې وروستیو ورځو کې، د نشه یي توکو د ۱۶ بېلابېلو قضیو له پروسې څخه هم نظارت کړی دی.