لویې څارنوالۍ زمري میاشت کې د عسکري برخې ۲۵۴ جنایي قضیې څېړلې دي

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۴ - ۱۲:۵۳
logo

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د عسکري چارو مرستیالۍ له لارې، د ۱۳۹۸ کال زمري میاشت کې د عسکري برخې ۲۵۴ جنایي قضیې د هېواد د نافذه قوانینو او بشري حقونو په رعایتونې، انساني کرامت ته په درناوي او عدالت ته د خلکو د لاسرسي په موخه په بې پرې او خپلواکه توګه ثبت او څېړلې دي.

له یاد شمېر قضیو څخه ۱۴۷ قضیې د اتهام نامو له ترتیب وروسته ابتدایي محکمې ته استول شوې، چې پر ۱۶ قضیو یې پرېکړه شوې او پاتې یې د همدې محکمې له خوا تر کار لاندې دي.

له دې جملې څخه پر ۳۱ قضیو په استیناف محکمه کې پرېکړه شوې، د ۴۲ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي، ۱۴ قضیې د مناسبو دلیلونو د نشتوالي له امله ساتل شوې او ۲۰ نورې مستردې شوې دي.

په یادو قضیو کې ۳۳ قضیې د قصدي وژنې، وهنې، ګواښ، لواطت، غلا، دوکې او له هېواد سره د خیانت اړوند دي. همداراز ۱۸۹ قضیې له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې، په دنده کې د بې پروایی او غیابت، وسلې ورکونې، ترافیکي پېښو او داسې نورو په اړه دي.

له یادو جرمونو (نغذي جزا، غلا، رشوت او نشه یي توکو) څخه یو میلیون او ۸۹۳ زره او ۲۶۵ افغانۍ په لاس راغلې، چې د دولتي خزانې په پرېکنده حساب بانک ته سپارل شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS